د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه د افغانستان له ښځو او مدني فعالانو سره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې خبرې

اطلاعات روز: د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د دوحې د ناستې په درشل کې د دې غونډې په اړه له یو شمېر ښځو او مدني فعالانو سره پر ليکه خبرې کړې دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي، چې تېره شپه (چهارشنبه، ۶ د چنګاښ) يې په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

د اغلې نهان له لوري له خپرو کړیو انځورونو سره سم ماري اکرمي، نگینه یاري، سید اکرام افضلي، احسان قانع، عبدالله احمدی او ولی‌الله رحماني د دې مجازي خبرو نور ګډونوال وو.

نرګس نهان ليکلي، چې دې له دوحې غونډې د ښځو او مدني ټولنې پر حذف او د دې غونډې له اجنډا څخه د بشري حقونو او ښځو د حقونو د بحثونو پر لېرې کېدو نيوکې کړي او ويلي يې دي چې طالبانو ته د ملګرو ملتونو له «تمکینیدو مايوسه» شوي دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې ليکلي: «موږ د افغانستان ښځې او نجونې ډيرې هېله مندې وو چې د دوحې پروسه به د ښځو، مدني ټولنې، طالبانو او نورو ټولو سياسي ډلو په ګډون د نظام د مشروعیت، بشري حقونو او بشرپالي وضعیت کړکېچونو ته د رسيدګۍ لپاره يو ټولشموله بهير پېل کړي.»

دې زياته کړې چې که ملګري ملتونه مجازي فضا او د افغانستان رسنۍ تعقیب کړي متوجې به شي چې اوس مهال د دوحې پروسه د مشروعیت له ننګونې سره مخ ده ځکه چې ډيرو ښځو د دې پروسې د تحريم وړاندیز کړی دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د راتلونکې اونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې جوړه شي.

دا غونډه چې د طالب استازو په ګډون سره جوړيږي د ګډونوالو له نوملړه يې د ښځو حذفولو او د دې غونډې له اجنډا څخه د بشري حقونو او ښځو د حقونو موضوعاتو ایستلو پراخې نيوکې را پارولې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه