اطلاعات روز: د کابل پولیسو قومانداني وایي، یو دیني عالم د کابل ښار اوولسمې ناحیه کې د ناڅرګنده وسله والو له خوا ووژل شو.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي، دغه پېښه نن (چهارشنبه، ۱۳ د کب) سهار شاوخوا ۶:۰۰ بجې د کابل ښار اوولسمې ناحیې اړوند «جکشن سړک» سیمه کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي فرامرز د دغه عالم نوم «مولوي فیضمحمد فایز» یاده کړی او زیاته کړې یې ده چې ناڅرګنده وسله والو نوموړی د تفنګچې په وسیله وژلی دی.
نوموړي د دغه دیني عالم په اړه زیات جزیات ور نه کړل، خو ویلي یې دي چې دغه پېښه د امنیتي ګډ ټیم تر کار لاندې ده.
مولوي فیض محمد فایز کابل ښار کې د عربي دارالعلوم استاد و. هغه د یو څه وخت لپاره د کندز علماو شورا ریاست هم پر غاړه درلوده.
تراوسه کوم چا یا ډلې یې د وژلو مسوولیت نه دی منلی.
د افغانستان «جمعیت اصلاح» د نوموړي پر وژنې خواشیني ښودلې او ویلي چې دا عالم د ځنځیري وژنو لړ کې وژل شوی او حکومت باید دغه پېښه وڅيړي. د دې ټولنې په وینا، د یو بل دیني عالم استاد دکتور محمد عاطف د وژلو یوه میاشت وروسته هم د هغه قاتلین نیول شوي نه دي.
دوی له حکومته یو ځل بیا غوښتي چې په جدي ډول د دې وژنو عاملین پیدا او په سزا یې ورسوي.
