لاوروف: د داعش او د القاعده ډلې هستې لاهم افغانستان کې حضور لري

اطلاعات روز: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته ویلي، چې د داعش او القاعده «ترورېستي ډلو» اصلي هستې  لاهم په افغانستان کې شتون لري.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي لاوروف پرون (جمعه، ۱ د چنګاښ) د قزاقستان په پلازمېنه الماتا ښار کې خبریالانو ته ویلي، چې د دغو ډلو د حضور له امله له افغانستان څخه ګواښونه دوام لري.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له طالبانو سره د معناداره او پروژه محوره خبرو غوښتونکي وو.

هغه زیاته کړې: «په ټوله کې، موږ د لا باثباته، دوامداره او بنسټیزو خبرو اترو د رامنځته کولو پلوي یو، چې موخه یې د طالبانو له حکومت سره د واقعي پروژو عملي کول دي چې په حقیقت کې د هېواد کنټرول په لاس کې لري. دا د بحثونو په جریان کې غالب نظر و.»

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د روسیې، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او بلاروس د بهرنیو چارو وزیرانو حضور درلود.

په دغه ناسته کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین له افغانستان سره د دغه هېواد د پولو د کنټرول د پياوړتيا لپاره د ډله ييز امنيتي تړون د سازمان د طرحې د تصويب غوښتنه وکړه.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، تاجکستان په پرله پسې ډول له افغانستان څخه خپل هېواد ته د ترهګرو د نفوذ په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

دغه هېواد له افغانستان سره د خپلو پولو د کنټرول د پياوړتيا طرحه د ډله ييز امنيتي تړون سازمان ته سپارلې، چې دغه طرحه د یاد سازمان له خوا تصويب شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه