د ملالې يوسفزۍ بنسټ د افغان نجونو د زده کړې لپاره ۱.۵ ميليون ډالره مرسته اعلان کړه

اطلاعات روز: د ملالې يوسفزۍ بنسټ په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د ملاتړ لپاره ۱.۵ ميليون ډالره مالي مرسته اعلان کړه. اغلې يوسفزۍ له نړۍ غوښتي چې د افغان نجونو لپاره وغږېږي.

دې بنسټ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې اوس مهال په افغانستان کې په ميليونونو نجونې د جنسيتي اپارتایډ تر سيسټم لاندې ژوند کوي او نشي کولای ښوونځي ته ولاړې شي او په کار او عمومي ژوند کې ونډه واخلي.

د ملالې بنسټ زياته کړې چې د افغانستان نجونې او ښځې له سختو شرایطو سره-سره په پټه زده کړې کوي او د طالبانو د ظلم پر خلاف خبرې او مقاومت کوي.

د دې بنسټ په اعلاميه کې ويل شوي: «د ښځو او نجونو د زر ورځني مقاومت د ياد په خاطر د ملالې صندوق د هغو ۱۳ سازمانونو لپاره ۱.۴ ميليون ډالره بودجه اعلانوي چې د نجونو د زده کړې په برخه کې کار کوي او طالبان د خپلو جنايتونو په تړاو پوښتي.»

د ملالې بنسټ ويلي چې دا مرستې په افغانستان کې د بديلو او برېښنايي زده کړو د برنامو او په نړيوالو قوانينو کې د جنسيتي اپارتایډ په رسميت پېژندنې هڅو برخه دي.

په ملاله بنسټ کې د افغانستان د برخې مديرې سحر حليمزي ويلي: «موږ وياړو چې د دې نويو او اغېزناکو نوښتونو ملاتړ کوو. د برېښنايي او بديلو زدکړييزو فرصتونو په وړاندې کولو سره موږ دا ډاډمنوو چې افغان نجونې د تېرو درو کلونو له سختې وقفې سره-سره خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.»

ملالې بنسټ ويلي چې د دې بنسټ مالي مرسته به ۱۳ هغو بنسټونو ته ورکول کېږي چې پر ليکه يا انلاين توګه نجونو ته زده کړييزې برنامې وړاندې کوي.

تر شپږم ټولګي د لوړو نجونو په وړاندې د طالبانو له لوري د ښوونځي پر تړل کېدو زر ورځې اوښتې دي.

ملالې يوسفزۍ پر ايکس ليکلي چې له غزې څخه تر سوډان او اوکراين پوې هيڅ ناورين په نړۍ کې کم نه دی، خو دا له نړۍ څخه غواړي چې د افغان نجونو لپاره خبرې وکړي، ځکه د دوی وضعيت ډېر ځانګړی دی او افغانستان په نړۍ کې يوازينی هيواد دی چې نجونې پکې ښوونځيو ته له تللو منعه شوې دي.

د بشري حقونو دې پاکستانۍ فعالې ويلي چې طالبانو نجلۍ‌توب غير قانوني اعلان کړي او په داسې توګه ظلم کوي چې د يوه بشپړ نسل حقونه او راتلونکې له منځه وړي.

دې ليکلي: «دوی (نجونې) بايد په يوازې توګه ونه جنګېږي، دوی زموږ د همغږۍ او اقدام وړ دي.»

د تېرو درو کلونو پر مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د نړۍ له سختو انتقادونو او غوښتنو سره-سره طالبانو خپل محدوديتونه لا هم سخت کړي دي.

دې ډلې په خپل وروستي اقدام کې د ښځينه کارمندانو معاش پنځو زرو افغانيو ته راټيټ کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه