اطلاعات روز: د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، په احمدابا ولسوالي کې د ځمکې په سر د دوه وروڼو د شخړې پايله کې يوه ورور خپل بل ورور په ډزو وژلی دی.
د امنيه قومنداني وياند حيات الله نظامي وايي، چې پېښه په «فېرزوخېلو» کلي کې رامنځته شوې ده.
نظامي اطلاعات روز ته وويل چې مشر ورور يې د نقيب په نوم کشر ورور په ډزو ويشتلی او روغتون ته پر لاره يې ساه ورکړې ده.
نوموړي زياته کړه چې عامل د پېښې له ځايه تښتېدلی، خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
د احمدابا ولسوال حضرت محمد رودوال وايي، چې نقيب الله د دولسم ټولګي زده کوونکی او اوسمهال يې کلنۍ ازموينې روانې وې.
پکتيا يو له هغو ولايتونو ده، چې ډېر وخت په کې د ځمکو د لانجو له امله شخصي او قومي شخړې پېښېږي.
