د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده: له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اړتيا ده چې له طالبانو سره اړيکه ونيول شي

mid.ru

اطلاعات روز: د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا ويلي، چې له بنديز سره د مخ ډلو له نوملړه د طالبانو د احتمالي حذف اړتيا له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون له دې ډلې سره د اړيکې نيولو پر اساس ده.

نوموړې د سن‌پيټرزبورګ د نړيوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې ويلي: «ځيني بلاګران او ورځپاڼه ليکونکي دې واقعيت ته چې روسيه د طالبانو له خوځښت يا هم د افغانستان له اوسني دولت سره په اړيکه کې ده، قهرجن غبرګون ښيي. کوم کسان چې په دې اړه ليکل کوي، هغوی ظاهرا دې ته پام نه کوي چې له نشه يي توکو، ترهګرۍ او سازمان شويو جناياتو په څېر ستونزو سره د مبارزې لپاره اړيکې ته اړتيا ده.»

ماريا زاخارووا زياته کړې چې «دا زموږ په ګټه ده چې بدلونو ته په عملي او ملي ګټو ته په پام ځواب ووايو».

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت وياندې زياته کړې، چې دا پوښتنه اوس د ټولو لپاره ډېره په زړه پورې ده چې له بنديز سره د مخ ډلو له نوملړه په اصطلاح د طالبانو د حذفولو تصميم به څوک، څرنګه او په څه ډول نيسي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ويلي و، چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم حذفولو وړانديز د دې هيواد د بهرنيو چارو او عدليې وزارتونو له لوري پوتين ته شوی دی.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم د افغانستان په اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي و، چې طالبان د افغانستان اوسني چارواکي دي او له دې ډلې سره د اړيکو ټينګول ضروري دي.

په تازه توګه د قزاقستان ولسمشر جومارت توکایف هم اعلان کړی چې هيواد يې د سوداګریزو او اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه حذف کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه