په افغانستان کې روغتيايي کړکېچ؛ په ورځ کې د ۲۴ ميندو او ۱۶۷ ماشومانو مړينه

اطلاعات روز: د روغتيا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د ورځې ۲۴ ميندې او ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د مخنيوي وړ دلايلو له کبله ژوند له لاسه ورکوي.

د دې سازمان په راپور کې چې نن (يکشنبه، ۲۰ د غبرګولي) خپور شوی، راغلي چې په افغانستان کې د روغتيايي کړکېچ تر ټولو بدې اغيزې ماشومان او ښځې زغمي.

په دې راپور کې ويل شوي: «له بده مرغه هره ورځ ۲۴ ميندې او ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د مخنيوي وړ مړينې له کبله مري.»

د روغتيا  نړیوال سازمان زياته کړې، چې د افغانستان وګړي يو ناپايداره روغتيايي سيسټم او همدا راز د ورځنيو خوړو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي. 

د روغتيا د نړیوال سازمان په وينا، دا وضعيت له پام وړ شمېر ساري او غير ساري ناروغيو، د ناروغيو له بيا – بيا خپرېدو، سختې وچکالۍ او نورو طبيعي افتونو سره اخښلی دی.

د روغتيا د نړیوال سازمان په راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان د ښځو افسوسناک وضعيت زده کړو او تحصيل ته د ښځو او نجونو د محدود لاسرسي له کبله بدتر شوی دی.

دې سازمان زياته کړې، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتيا په پام وړ توګه زياته شوې او دا شمېر د ۲۰۲۱ کال تر اګست وړاندې له ۱۸.۴ ميليونه وګړو څخه د ۲۰۲۴ کال پر مهال ۲۳.۷ ميليونه وګړو ته لوړ شوی دی.

د روغتيا د نړیوال سازمان په راپور کې ويل شوي چې د دې وګړو يوه لويه برخه – شاوخوا ۹.۵ ميلیونه وګړي چې په ۲۰ زره کليو کې ژوند کوي – لاهم لومړنيو روغتيايي خدماتو ته محدود لاسرسی او يا يې هم هيڅ نه لري.

د بودیجې د کمښت له کبله د روغتيايي مرکزونو تړل کېدل

د روغتيا د نړیوال سازمان په راپور کې ويل شوي، چې د بودیجې د سخت کمښت له کبله په هيواد کې د ۲۰۲۳ کال له جنوري څخه تر ډسمبر مياشتې پورې شاوخوا ۴۲۸ ثابت او سيار روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.

د دې سازمان په وينا، په ټول هيواد کې به د روغتونو په ګډون ۳۱۰ روغتيايي مرکزونه د بودیجې د کمښت له کبله د خدماتو له سخت کمښت او نه ملاتړ سره مخ شي.

د روغتيا نړیوال سازمان ويلي، چې د روغتيايي مرکزونو تړل کېدو روغتيايي خدماتو ته د درې ميليونه وګړو پر لاسرسي بد اغېز کړی چې په دې دریو ميليونه وګړو کې ۶۰۰ زره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان او تر ۲۴۰ زره زياتې حاملې او شيدې ورکوونکې ميرمنې هم شاملې دي.

په افغانستان کې د روغتيا نړیوال سازمان ويلي، چې د لاسته راوړنو د خونديتوب لپاره له ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د ۴۲۳ ميليونه ډالرو کلي بودیجې د بشپړولو لپاره اضافي ۳۵۲ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

د پوليو د محو کولو لپاره مهم فرصت
د روغتيا د نړیوال سازمان په راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال پر مهال د پوليو ويروس له کبله شپږ تنه ماشومان مړه شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر د ۲۰۲۰ کال پر مهال ۵۹ ماشومان وو.

د روغتيا نړیوال سازمان زياته کړې، چې افغانستان له ۲۰۲۱ کال راهيسې د ماشومانو د فلج د ختمولو په لړ کې پام وړ لاسته راوړنې لري.

د دې سازمان په وينا، که له دې فرصت څخه حد اکثر استفاده ونه شي نو له کبله به يې نور ګڼ شمېر ماشومان فلج او د هيواد پر روغتيايي سيسټم به نور فشار راولي.

د روغتيا نړیوال سازمان ويلي، چې که څه هم د ماشومانو د فلج ناروغۍ د ختمولو لپاره هڅې تر يوې کچې بريالۍ وې، خو ننګونې پر ځای پاتې دي.

د تېر کال پر مهال په افغانستان کې د ماشومانو د فلج ناروغۍ د ختمولو لپاره هڅې تر يوې کچې بريالۍ وې، خو ننګونې لاهم پر ځای پاتې دي.

د تېر کال پر مهال په افغانستان کې د ماشومانو د فلج شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ټولې په ننګرهار ولايت کې وې.

د دې ويروس محيطي موارد د زابل ولايت په ګډون د ځينو نور ولايتونو په يو شمېر برخو کې تشخيص شوي دي.

اوس مهال په نړۍ کې افغانستان او پاکستان يوازيني هيوادونه دي چې لاهم د ماشومانو د فلج ناروغۍ په کې صفر کچې ته نه ده رسيدلې.

د تېر وخت پر مهال طالبانو د افغانستان په کليو کې د واکسين د تطبيق مخه نيوله. پر افغانستان د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته هم د پوليو د څانګې د روغتيايي کارکوونکو په وړاندې ګواښونو دوام لري او په څو بريدونو کې يو شمېر کارمندان وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه