د کرکټ نړیوال شل اوریز جام؛ افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې يوګانډا ته ماتې ورکړه

ACB

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې يوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د افغانستان او يوګانډا ترمنځ لوبه نن (سې‌شنبه، ۱۵ د غبرګولي) سهار ۵:۰۰ بجې د کربین په ګیانا ټاپو کې ترسره شوه. په دې لوبه کې افغانستان د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې یوګانډا ته د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

يوګانډا د هدف په تعقيب کې له لومړي سره د افغان بالرانو ښکار شوه او پر لومړيو څلورو منډو يې دوه لوبغاړي وسوځېدل. د يوګانډا ټوله لوبډله په ۱۶ اورو کې پر ۵۸ منډو وسوځېده.

د افغانستان له لوري د توپ وهنې پېل ښه و او د پېل توپ وهونکو ابراهيم ځدراڼ او رحمان الله ګربز د ۱۵۴ منډو ملګرتيا وکړه او افغانستان يې يوه خوندي هدف ته ورساوه.

رحمان الله ګربز تر ټولو ډېري منډې ۷۶ وکړې او همدا راز ابراهيم ځدراڼ هم ۷۰ منډې وکړې. نورو افغان توپ وهونکو ونشوای کولای چې اوږده ملګرتیا وکړي، چې له امله یې د وروستي شپږو اورونو سمه ګټه پورته نشوه او افغان لوبغاړي په پرلپسې ډول وسوځیدل.

په افغان بالرانو کې فضل الحق فاروقي د يوګانډا تر ټولو ډېر پنځه لوبغاړي وسوځول او همدا راز نوين الحق او راشد خان دوه او مجيب الرحمان يو لوبغاړی وسوځاوه.

یاده دې وي چې افغانستان خپله دویمه لوبه د روانې جون میاشتې پر ۸مه له نيوزيلينډ سره کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه