کابلوف: په روسيه کې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د حذفولو وړانديز پوتين ته شوی دی

 اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې د دې هيواد ولسمشر ولاديمير پوتين ته د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د حذفولو په تړاو وړانديز شوی دی.

روسي ټاس خبري اژانس نن (دوشنبه، ۷ د غبرګولي) د ښاغلي کابلوف له خولې ويلي چې دا وړانديز د روسيې د بهرنيو چارو او عدليې وزارتونو له لوري پوتين ته شوی دی.

د روسيې ځانګړي استازي ويلي چې د دې موضوع په اړه د دې هيواد د بهرنيو چارو د وزارت نظر «مثبت» دی.

ده زياته کړې چې په روسيه کې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو له حذفولو پرته د دې ډلې د رسميت په اړه خبرې وختي دي.

ښاغلي کابلوف ويلي چې دوی د روسيې له رهبرۍ سره ټولې انديښنې شريکې کړې دي او زياته کړې يې ده چې «موږ پرېکړي ته منتظر يو.»

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته روسيه له هغوی سره پراخ تعامل لري، خو لا يې هم دا ډله د ترهګرو ډلو له نوملړه نه ده ايستلې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د روان لمريز کال په حمل مياشت کې اعلان وکړ چې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو پر ايستلو غور کوي.

اوس مهال قزاقستان يوازينی هیواد دی چې طالبان يې د ترهګرو ډلو له نوملړه حذف کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه