د قيرقيزستان امنيتي چارواکی: د افغانستان پر شمالي ولايتونو د ترهګرو تمرکز زيات شوی دی

akipress

اطلاعات روز: د قيرقيزستان د ملي امنيت د دولتي کميټې رييس قمچي‌بيک تاشی‌يف ويلي چې د افغانستان پر شمالي ولايتونو د «ترهګرو» تمرکز زيات شوی دی او دا د هغو هيوادونو سويلي پولو ته يو ګواښ دی چې د «مشترک المنافع خپلواکو هيوادونو» د سازمان غړي دي.

د ټاس خبري اژانس له راپور سره سم، ښاغلي تاشی‌يف دا څرګندونې نن (جمعه، ۴ د غبرګولي) په بيشکيک کې د مشترک المنافع خپلواکو هيوادونو د امنيتي غونډې پر مهال کړې دي.

ده زياته کړې چې ترهګر سازمانونه او د هغو ملاتړي غواړي په ټوله نړۍ کې له ټولنيزو او سياسي شخړو څخه په استفادې خپلو ستراتېژيکو موخو ته ورسېږي.

د ټاس روسي خبري اژانس په راپور کې د قيرقيزستان د ملي امنيت د دولتي کميټې د رييس په وينا د افغانستان پر شمالي ولايتونو د ترهګريزو ډلو د تمرکز په اړه زيات جزييات نه دې راغلي.

د مشترک المنافع خپلواکو هيوادونو «د ملي امنيت د اجرايوي اژانسونو د شورا او ځانګړو خدماتو» غونډه د قيرقيزستان په پلازمېنه بيشکيک کې روانه ده.

ويل کېږي چې د دې غونډې ګډونوال د سيمې امنيتي وضعيت او د افغانستان له خاورې د ګواښونو په شمول له ترهګرۍ څخه پېښېدونکي ګواښونه ارزوي.

د مرکزي اسيا د هيوادونو چارواکو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندېښنه ښوولې ده.

خو طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور نه مني او ټينګار کوي چې د دې هيواد له خاورې د هيڅ هيواد امنيت ته ګواښ نشته.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه