لغمان کې د دوو قومونو ترمنځ وسله ‌واله نښته کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

sent to Etilaatroz

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولايت په الیشنګ ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د وسله والې نښتې له امله درې تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.

د سیمې اوسیدونکی ضیاالرحمن وایي، چې نښته تېره ورځ (چهارشنبه،٢دغبرګولي) سهار مهال د دې ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند «مسمت» کلي کې رامنځته شوې.

د نوموړي په خبره دغو دوو قومونو پر یو بل د وسلو ډزې کړي چې پر مهال یې د يوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون درې نور ټپيان شوي دي.

ضیالرحمن وویل: «د الیشنګ ولسوالۍ په مسمت سیمه کې دوه قومونو سې شنبه یو بل ته ګواښ کړی وو، خو پرون چهارشنبه سهار یې پر یو بل دزې کړي، چې پر مهال یې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي په وژل شویو کې یو ماشوم او ټپیانو کې یوه ښځه شامله ده، دغه قومونو له پخوا د ځمکو پر سر دعوې درلودې نو کیدای شي د جګړې لامل همدا وي.»

بلخوا لغمان کې طالب چارواکي هم په دغه ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ جګړه تاییدوي او وايي، چې دغو قومونو پخوا هم خپلمنځي اختلافات درلودل ځکه يې پر يو بل ډزې کړي.

د لغمان د امنيې قوماندانۍ لپاره د طالبانو وياند يونس يوسفزى وايي، چې طالب سرتیري په وخت د پېښې ځای ته رسیدلي، چې د پېښې په تړاو یې له دواړو خواوو ۲۵ تنه له ۳۰ ميله وسلو سره نيولي دي.

له دې دوه کاله وړاندې د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ اړوند په «میل درې» سیمه کې هم د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر وسله واله نښته شوې وه، چې پر مهال یې دوه تنه وژل شوی وو او څلور نور ټپیان وو.

د لغمان په لېرې پرتو سیمو کې ډیر کله د قومونو ترمنځ دا ډول نښتې رامنځته کېږي، چې لامل یې د ځمکو پر سر لانجې او شخصي دښمنۍ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه