چين او پاکستان: نړيواله ټولنه دې طالبان په افغانستان کې د ټول شموله سياسي جوړښت را منځ ته کولو ته وهڅوي

@ForeignOfficePk on X

اطلاعات روز: د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار په بيجينګ کې د خپلو ستراتېژيکو خبرو-اترو د پنځمې دورې پر مهال له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې طالبان دې د ټول شموله سياسي جوړښت را منځ ته کولو، د منځلاري سياست خپلولو، ښه ګاونډيتوب پاللو او له ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزې کولو ته وهڅوي.

د دې غونډې په ګډه اعلاميه کې چې نن (پنجشنبه، ۲۷ د غوايي) د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې، پکې راغلي چې د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو دې وغواړي تر څو اجازه ورنه کړي چې د افغانستان قلمرو د ترهګريزو موخو لپاره وکارول شي.

همدا راز دوی غوښتنه کړې چې د بشرپالو مرستو او اقتصادي ودې په برخه کې ننګونو ته د مناسبې رسيدګۍ او له افغانستان سره د مرستې لپاره دې د نړيوالې ټولنې هڅې همغږې شي.

د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو همدا راز هوکړه کړې چې د افغانستان د مسلې په تړاو اړيکې او همغږۍ پياوړې کړي او د دې لپاره چې په افغانستان کې پايداره سوله تر لاسه شي او له نړيوالې ټولنې سره بيرته مدغم شي، بايد له دې هيواد سره په مرسته کې مثبت او رغنده رول ولري.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته چين او پاکستان له دې ډلې سره په پراخ تعامل کې دي.

خو همدا راز دې دوو هيوادونو بيا-بيا په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړېدو او له ترهګرۍ سره د طالبانو د پرېکنده مبارزې غوښتنه کړې ده.

طالبانو تر دې وړاندې د ټولشموله حکومت د جوړېدو لپاره غوښتنې رد کړې دي او ادعا يې کړې ده چې د دوی سرپرست حکومت ټول شموله او پراخ بنسټی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه