پکتیا کې پر «ډيورنډ کرښه» د دوهم ځل لپاره د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې

Photo: Social Media

اطلاعات روز: په پکتيا ولايت کې سيمه‌ييزې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې د دې ولايت په اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې پر «ډيورنډ کرښه» يو ځل بيا د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

دا نښته چې نن (چهارشنبه، ۲۶ د غوايي) پېښه شوې، د سرچينې په حواله دا په تېرو دریو ورځو کې دوهم ځل دی چې د اريوب ځاځيو ولسوالۍ «سپينې شګې» سيمه کې د دواړو غاړو ترمنځ د پوستې جوړېدو په سر وسله واله نښته کيږي.

سرچينه زياتوي، پاکستاني لوري له کرښې سره نږدې د پوستې جوړېدو هڅه کوله چې طالبانو د مخنيوي لپاره پر هغوی ډزې کړې او وروسته مقابل لوري هم غبرګون څرګند کړی دی.

تر اوسه په دې نښه کې دواړو غاړو ته د اوښتو تلفاتو په اړه نور معلومات نه دې ورکړل شوي او نه هم طالبانو د يادې نښتې په اړه څه ويلي دي.

پاکستاني رسنيو درې ورځې وړاندې د پکتيکا ولايت په وړممۍ ولسوالۍ کې پر پاکستاني طالبانو يا هم پر ټي ټي پي وسله والې ډلې د پاکستاني پوځ د جيټ الوتکو د هوايي بمباري خبر هم ورکړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه