په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ بیلانس کسر شپږ ميليارده او ۷۹۸ ميليونه ډالرو ته رسېدلی

اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د احصاييې او معلوماتو ادارې له شمېرو سره سم، افغانستان د تېر لمريز کال (۱۴۰۲) پر مهال تر شپږ ميلياردو او ۷۹۸ ميليونه ډالرو زيات د سوداګرۍ بیلانس کسر درلود.

دې ادارې نن (چهارشنبه، ۲۶ د غويي) د تېر کال پر مهال د هيواد د وارداتو او صادراتو ارزښت خپور کړی.

د احصاييې او معلوماتو ادارې په وينا، د ۱۴۰۲ کال پر مهال د افغانستان د وارداتو او صادراتو ټولټال ارزښت ۱۰.۳ ميليارده ډالرو ته رسېږي.

له خپرو شويو شمېرو سره سم، افغانستان د ۱۴۰۲ کال پر مهال د اتو ميلياردو او ۵۷۶ ميليونه او ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت واردات او د يو ميليارد او ۷۷۷ ميليونه او ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت صادارت کړي دي.

د احصاييې او معلوماتو ادارې له معلوماتو سره سم، په وارداتي اجناسو کې نفتي مواد او غوړي د يو ميليارد، ۳۷۷ ميليونه او ۹۰۰ زره ډالرو په ټوليز ارزښت سره د لړليک په سر کې ځای لري. په همدې توګه ماشينونه، ټرانسپورټي وسایط او پرزه جات په لړليک کې دويم ځای لري چې ارزښت يې يو ميليارد، ۱۵ ميليونه او ۹۰۰ زره ډالره کېږي او همدا راز ټوکر، فلزات او فلزي محصولات په درېيمه او څلورمه درجه کې دي.

د دې ادارې په وينا، د تېر کال پر مهال د هيواد په صادراتو کې مېوې په لومړۍ درجه کې وې چې ټولټال ارزښت يې ۶۴۵ ميليونه او ۵۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. همدا راز طبي نباتات، معدني مواد او سبزیجات په دويمه، درېيمه او څلورمه درجه کې دي.

د افغانستان د وارداتو او صادراتو پرتلنه ښيي چې دې هيواد د تېر کال پر مهال په سوداګريز بيلانس کې شپږ ميليارده، ۷۹۸ ميليونه او ۴۰۰ زره ډالره کسر درلود.

د افغانستان له لوري تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او چين ته شوي دي.

تر ټولو زيات واردات هم له همدې دریو هيوادونو څخه ترسره شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه