له مشاعرو سره ډېرېدونکې لېوالتيا؛ ولې خوستي ځوانانو په پراخه کچه مشاعرو ته مخه کړې؟

انځور: خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست

د هيواد د ځينو نورو ولايتونو په څېر په خوست ولايت کې هم مشاعرې زياتې شوي او په بېلابېلو وختونو کې د هيواد، ولايت او ولسواليو په کچه تر مختلفو نومونو يادې مشاعرې جوړیږي.

له تېرو درېو کلونو راهيسې د نورو ولايتونو په څېر په خوست ولايت کې هم د مشاعرو جوړېدو کچه لوړه شوې، د دغه ولايت ځينې اوسېدونکي يې هرکلی او بعضی نور بيا د وخت ضایع او په زيات شمېر کې ورته راټولېدنه د ځوانانو بې روزګاري بولي، خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي بيا مشاعرې د روزنې يو ښه بستر بولي او زياتوي چې شاعران او ليکوالان بايد د نظام د استحکام، يووالي او د هيواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

په خوست ولايت کې تر ګڼو نومونو او شعارونو لاندې مشاعرې ترسره کېږي، خو تر ټولو مشهورې او کلنۍ يې بيا د چنار او شملې په نومونو يادې شوې دي.

لوستي ځوانان وايي، په خوست کې مشاعرې زياتې شوي او لامل يې د ځوانانو بې روزګاري په ګوته کوي.

د دغه ولايت د مرکز اوسېدونکي ليکوال او ټولنيز فعال اکرم الله خيال وايي، په تېر جمهوري نظام کې په خوست ولايت کې د چنار په نوم کلنۍ مشاعره ترسره کېده، خو د نوموړي په وينا اوس چې طالبان واک ته رسېدلي د مشاعرو جوړېدو شمېر څو برابره زيات شوی دی.

له نوموړي مو همدا راز وپوښتل چې ولې په هره مشاعره کې د ځوانانو ګڼه  ګوڼه زياته وي؟ هغه يې په جواب کې د زيات ګډون لامل د ځوانانو په منځ کې د بې روزګاري زياتېدل ياد کړل او داسې يې وويل: «دلته همدا روان کال څو مشاعرې وشوې د ولسواليو په کچه هم ترسره کېږي، يعنې ويلی شو چې جمهوريت کې به هم ترسره کېدلې، خو دا چې زمونږ د ځوانانو يو لويه برخه کار او دندې نه لري، نو همدغه موقع له خدايه غواړي چې يو چېرته د ساعتېري لپاره راټول شي.»

خوست کې د چنار دوديزه مشاعره. انځور: خواله رسنۍ

خوست کې د يو خصوصي پوهنتون استاد رضا خان همکار مشاعرې د خپلې ژبې او ادبياتو د ساتلو لپاره غوره اقدام بولي، خو په اوس کې جوړېدونکي مشاعرې ځکه د وخت ضایع کېدل بولي، چې شاعران په کې ادبي او تر ډېره ګټور شعرونه نه وړاندې کوي.

ښاغلی همکار وايي، په اوس کې ځينو هغو شاعرانو ته هم په مشاعرو کې د شعر ويلو بلنه ورکول کېږي، چې شعر يې نه له افغاني کلتور او نه هم د ژبې له ادبيات سره برابر ليکل شوی وي.

نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته وويل: «دا منم چې مشاعرې ته به ډېر ځوانان راټوليږي، خو دوی مصرفيت نه لري، که نه په اوس کې دغه مشاعرې او شعرونه نه په ليدلو او نه هم په اورېدلو ارزي، ځکه شعر د دې ادبياتو په معيار نه وي برابر، د کلتور په معيار نه وي برابر، هر چا چې څه ليکلي وي وايي يې او بس چک چکې ورته وهي.»

د دغه ولايت يو بل اوسېدونکي شفيق الله لکڼوال په نيوکې سره وايي، چې د مشاعرو بازار ګرم شوی، د شعرونو کيفيت ټيټ او د دولت بېځايه پيسې پرې مصرفیږي.

نوموړی زياتوي، په دغو مشاعرو کې يوازې هغه شاعران بلل کېږي، چې د چارواکو صفتونه په کې بيانوي.

لکڼوال وویل: «دلته خو يو په مشاعرو بېځايه مصرف کېږي، بله خبره دا ده چې اوس هغه پخوانۍ مشاعرې شته نه، شاعر بايد اول خپل شعر له اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره شريک کړي، که يې شعر کې د چارواکو يا نظام ستاينه کړې وه، نو اجازه لري چې شعر ووايي او که شعر انتقادي و، بيا نو هغه شاعر ته اجازه نشته.»

خيرالله خيرخواه په کاپيسا کې  جوړې شوې مشاعرې ته د وينا پرمهال. انځور: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت

په دې اړه که څه هم د خوست ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسوولينو په نظر اخيستلو بريالي نه شوو، خو د وزرات مسوول چارواکي بيا مشاعرې د خلکو د روزنې لپاره ښه بستر بولي او وايي، شاعران کولای شي چې په ښه ډول د ولس ترمنځ يووالی، د هيواد پرمختګ او د نظام استحکام رامنځته کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستيال عتيق الله عزيزي دوه ورځې وړاندې په کاپيسا ولايت کې د ګل زرد يا ژېړ ګل تر نوم لاندې په جوړه شوې دوديزه مشاعره کې يادې څرګندونې وکړې او زياته يې کړه، مشاعرې د ځوانانو د يو ځای کېدو لپاره هم يو ښه ادرس دی.

په ياده مشاعره کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خيرالله خيرخواه وويل، د مشاعرو پر مهال شاعران مکلف دي، چې د شعر په ژبه خير رسوونکي موضوعات وړاندې کړي.

په خوست کې د چنار او شملې کلنيو مشاعري برسېره، په لوګر کې د سنځل ګل، ننګرهارکې نارنج ګل، پکتيا کې نښتر، ميدان وردګو کې د مڼې ګل، پکتيکا کې د سليمان غر، غزني کې د آلو ګل او په ځينو نورو ولايتونو کې هم په مختلفو نومونو کلنۍ دوديزې مشاعرې جوړيږي، چې زرګونه کسان په کې ګډون کوي او شاعران په کې خپل ليکلي شعرونه وړاندې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه