په افغانستان کې سېلاب؛ اوچا: تر اوسه په درو ختيځو ولايتونو کې د ۱۸۰ تنو مړينه تاييد شوې ده

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ويلي چې د افغانستان په شمال ختيځ بغلان، بدخشان او تخار کې د سېلابونو د راوتلو له کبله تر اوسه د ۱۸۰ تنو مړينه، د ۲۴۲ تنو ژوبلېدل او د اتو زرو او ۶۷۵ کورونو بشپړ يا هم جزيي تخريب تاييد شوی دی.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۲۴ د غوايي) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې په درو سرو ولايتونو کې د مړو تر منځ ۵۱ تنه ماشومان او ۵۰ ښځې هم شاملې دي.

اوچا ويلي چې په بغلان ولايت کې «برکه» او «بغلان جدید» ولسوالۍ ډېرې زيانمنې شوې دي او په دې دوو ولسوالیو کې ۸۰ سلنه تلفات ثبت شوي دي.

د اوچا په راپور کې راغلي چې تر اوسه په بغلان جدید ولسوالۍ کې د ۷۳ تنو مړينه او د ۷۶ تنو ژوبلېدل، په برکه ولسوالۍ کې د ۷۰ تنو مړينه او د ۱۵۰ تنو ژوبلېدل او همدا راز په دهن غوري، ګذرګاه نور، جلګه، نهرین او پلخمري کې د ۱۳ تنو مړينه ثبت شوې ده.

د دې بنسټ د راپور له مخې، په برکه ولسوالۍ کې پنځه زره کورونه، په بغلان جدید ولسوالۍ کې يو زر او ۵۰۰ کورنه او په پنځو نورو ولسوالیو کې يو زر او ۶۱۲ کورنه يا هم بشپړ وران شوي او يا زيانمن شوي دي. همدا راز، راپور ورکړل شوی دی چې په خوست و فرنګ او تاله و برفک ولسوالیو کې ۶۰۳ کورنه زيانمن شوي دي.

اوچا په تخار کې د سېلاب له امله د مړو شمېر ۲۴ او د ژوبلو شمېر ۱۴ اعلان کړی دی او ويلي يې دې چې تر ۱۰۰ زيات کورونه ويجاړ شوي دي.

دې بنسټ په بدخشان کې د سېلاب له امله د پېښو شويو تلفاتو شمېر نه دی خپور کړی او ويلي يې دې چې په دې ولايت کې ډېر زيان په تشکان ولسوالۍ کې اوښتی او ۲۰۰ کورنه، ۵۰ پلونه او ۳۰ د برېښنا بندونه پکې وران شوي او دوه زره څاروي تلف شوي دي.

دې بنسټ ويلي چې له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې په ملاتړ د پلټنې او ژغورنې عمليات روان دي او شونې ده چې د تلفاتو او زيانونو شمېر لوړ شي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کډوالو وزارت اعلان کړی و چې د سېلابونو له وجې يوازې په بغلان کې ۳۱۵ تنه مړه شوي او يو زر او ۶۳۰ تنه ژوبل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام هم د دې سېلابونو له امله د مړو شويو شمېر ۳۰۰ تنه اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر ويلي چې اوس مهال په بغلان کې نهه، په تخار کې درې او په بدخشان کې دوه مشترک مرستندوی ټيمونه مېشت شوي او د لارو په پاکېدو سره به پاتې ټيمونه هم ورسېږي.

دې بنسټ د سېلاب له امله د ځپل شويو اوسنۍ اړتياوې بېړني سرپناهځايونه، طبي تجهيزات، خواړه، نغدې پيسې، د څښاک اوبه او صحي کيټونه ښوولې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه