د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو د راټولولو غږ کړی

Photo: Social Media

اطلاعات روز: د اسلامي همکارۍ سازمان د دغه سازمان له غړو هېوادونو، د نړۍ له هېوادونو او مرستندويه سازمانونو غوښتي چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان شمالي او لوېديځ ولايتونه کې ويجاړوونکي او مرګوني سېلابونو راوتلي دي.

د شمېرو له مخې یوازې په بغلان کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. په تخار کې بیا سیلابونو د څه باندې ۲۰ کسانو ژوند اخیستی دی.

د مالي زیانونو اندازه تر اوسه نه ده معلومه، خو ویل کېږي چې سیلابونو په سلګونو کورونه ویجاړ کړي او زیربناوو او کرنیزو ځمکو ته یې سخت زیانونه اړولي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان تېره شپه (شنبه، ۲۲ د غویي) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د اوسني سېلاب غمجنې پایلې باید د اسلامي ټولنې او له هغې هاخوا د خطر زنګ ووهي.

دغه سازمان ویلي، چې د بیړني حالت په توګه په خپلو ټولو غړو هیوادونو او د نړۍ له نورو هیوادونو او همدارنګه د مرستندویه ادارو څخه غواړي چې د افغانستان د سیلابونو ځپلو خلکو سره ژر تر ژره ژوند ژغورونکې مرستې وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې د زیانمنو کورنیو او ماشومانو مخ په زیاتیدونکی شمیر به په راتلونکو ورځو او اونیو کې د ژوندي پاتې کیدو او رغیدو لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

په افغانستان کې په داسې حال کې ویجاړونکي سیلابونه راوتلي، چې د دغه هېواد خلک له فقر او لوږې سره هم مخ دي. د ملګرو ملتونو په وینا، د هیواد تر نیمایي ډیر نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه