په تبعيد کې د افغانستان خبريالان: ملګري ملتونه دې له رسنيزو جوړښتونو او بنسټونو څخه د طالبانو د ناوړه ګټه اخيستنې مخنيوی وکړي

اطلاعات روز: په اروپا او شمالي امريکا کې د افغانستان تبعيد شويو خبريالانو د طالبانو له لوري له «افغانستان انټرنيشنل» رسنۍ سره د خلګو او سياسي کارپوهانو د همکارۍ مخنيوي ته په غبرګون کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې له رسنيزو جوړښتونو او بنسټونو څخه دې د دې ډلې د ناوړه ګټې اخيستنې مخه ونيسي.

د دې خبريالانو په اعلاميه کې چې يوه نسخه يې نن (جمعه، ۲۱ د غوايي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته لېږل شوې، راغلي چې طالبانو په دې اقدام سره په واضحه او روښانه توګه د افغانستان د ټولو وګړو بشري حقونه «ضايع» کړي دي.

په اروپا او شمالي امريکا کې د افغانستان تبعيد شويو خبريالانو ويلي چې طالبانو پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې د وګړو بشري حقونه ضايع کړي، خو دا ځل يې دا کار د يوه داسې رسنيز جوړښت له لارې کړی دی چې ويل کېږي د رسنيو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.

دې خبريالانو له ملګرو ملتونو او نړيوالو بنسټونو غوښتي چې اجازه دې نه ورکوي چې د طالبانو په استخباراتي لوبو سره په افغانستان کې رسنيز ارزښتونه پايمال شي.

«د رسنيزو شکاياتو او تخلفاتو د ارزونې کميسيون» چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر څارنې لاندې فعاليت کوي، له «افغانستان انټرنيشنل» راډيو او ټلويزون سره يې همکاري منع کړې او له خلګو يې غوښتي چې له دې رسنۍ سره دې اړيکه پرې کړي.

دې کميسيون د چارشنبې په ورځ د «افغانستان انټرنيشنل» رسنۍ خپرونې ارزولې او دا رسنۍ يې «د وګړو او حقوقي اشخاصو د خصوصي حريم په نقض، شخصيت وژنې، د اطلاعاتو په تحريف او د قومي، ژبنيو او سيمه‌ييزو تعصباتو په ترويج» تورنه کړې ده.

د افغانستان د خبريالانو مرکز هم په دې اړه غبرګون ښوولی او د دې کميسيون پرېکړه يې د فشار او سياسي انګيزې پايله بللې او ويلي يې دې چې د هيواد د عامه رسنيو له قانون سره په ټکر کې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه