د پاکستان پوځ: د افغانستان له خاورې د ټي ټي پي د استفادې په تړاو داسې شواهد شته چې انکار ترې نشي کېدلای

Geo News

اطلاعات روز: د پاکستان د پوځ وياند احمد شريف چودري ويلي چې د افغانستان له خاورې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د استفادې په اړه «داسې شواهد شته چې انکار ترې نشي کېدلای».

د جيونيوز له راپور سره سم، د پاکستان د پوځ وياند نن (سې‌شنبه، ۱۸ د غوايي) ويلي چې ټي ټي پي خپل بريدونه د افغانستان په خاوره کې دننه پلانوي.

ده زياته کړې چې په پاکستان کې د وروستيو بريدونو ريښه په افغانستان کې موندل کېږي.

د پاکستان پوځ ټينګار کړی چې دا هيواد به د ټي ټي پي د غړو د ختمولو لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.

د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم بيا-بيا ويلي و چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي پناهځايونه لري او خپل بريدونه له همدې هيواد څخه تنظيموي.

په وروستي ځل له تروريزم سره د پاکستان د مبارزې ادارې ويلي و چې د دې هيواد په خيبرپښتونخوا ايالت کې پر چينايي وګړو بريد کوونکي او په دې بريد کې کارول شوی موټر، له افغانستان څخه راوړل شوي وو.

طالبان د پاکستان ادعا ردوي او وايي چې هيڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د بل هيواد پر خلاف د افغانستان خاوره وکاروي.

طالب چارواکو بيا-بيا پاکستاني چارواکي تورن کړي چې په خپل هيواد کې په امنيت راوستلو کې ناکام دي او ويلي يې دې چې اوس دا ناکامي پر دې ډلې ور اچوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه