د خبريالانو مرکز: په وروستي يوه کال کې مو د خبريالانو د ګواښلو ۷۳ او د زنداني کېدو ۶۴ پېښې ثبت کړي

اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو مرکز د «مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې» په درشل کې د يو راپور په خپرولو سره وايي، چې د وروستي يوه کال پر مهال يې د رسنيو او خبريالانو د ازادۍ د نقض ۱۳۶ پېښې ثبت کړي چې په دې لړ کې ۷۳ پېښې د ګواښ او ۶۴ پېښې د طالبانو له لوري د خبريالانو د نيونې دي.

دې مرکز نن (پنج‌شنبه، ۱۳ د غويي) د دې راپور په خپرولو سره ويلي، چې د وروستي يوه کال پر مهال د رسنيو پر کار د شمېر له مخې محدوديتونه کم شوي، خو له جوړښتي اړخه زيات شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي، چې اوس د طالبانو د استخباراتو د ادارې تر څنګ د دې ډلې امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره هم خبريالان احضاروي، پلټنې ترې کوي او نيسي يې.

دې مرکز زياته کړې، چې طالبانو د وروستي کال پر مهال پر رسنيو او خبريالانو په يوه بله بڼه فشار راوړی او په دې لړ کې يې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې محدوديت تشديد کړی، تر خپرېدو وړاندې او وروسته راپورونه څاري، پر ټولنيزو رسنيو د خبريالانو فعاليتونه ګوري او پر رسنيو د ماليې د زياتوالي او جانبي لګښتونو له اړخه اقتصادي فشار راولي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز په راپور کې راغلي: «طالب چارواکي له رسنيو سره کم وخت مرکې کوي او رسمي وياندويان هم د ازادو خبريالانو لپاره او په مناسب وخت کې د لاسرسي وړ نه دي او يا هم په ډېره ساده توګه جدي او ژورو پوښتنو ته له ځواب ويلو ډډه کوي. په داسې وضعيت کې ازاد خبريالان نه شي کولای پر خپلواکو او ازادو سرچينو چې د طالبانو د حکومت له سياست څخه متفاوت او ناهمغږی نظر لري، اتکا وکړي بلکې په مجازي فضا او ټولنيزو رسنيو کې هم بايد د هغوی چلند د طالبانو د رسنيز لارښود پر اساس وي.»

همدا راز د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي، چې اوس مهال د طالبانو له رهبر او لوړپوړو چارواکو پرته د دې ډلې ځواکمن چارواکي هم پر رسنيو بنديز لګوي.

د دې مرکز د راپور پر اساس، د وروستي کال پر مهال د خبريالانو پر وړاندې د طالبانو له محدودوونکو لارښودونو څخه درې يې په هلمند، کندهار او خوست کې د دې ډلې د ځايي چاروکو له لوري ورکړل شوي دي.

دې مرکز ويلي، چې په هلمند کې ځايي طالب چارواکو د ښځو د غږ خپرول، په کندهار کې يې د عکس اخيستل او ويډيويي مرکه او په خوست کې يې له ښځو سره ټیليفوني اړيکه نيول منع کړي دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي، چې د دې مرکز ارزونې ښيي چې دا لارښودونه په ځينو برخو کې ډېر زيات پراخ او مبهم وي او د خبريالانو پر کار، د رسنيزو برنامو پر جوړولو او د هغو پر کاري منځپانګه يې ويجاړوونکی اغېز کړی دی.

دې مرکز زياته کړې، چې که څه هم طالب چارواکي په مشخصه توګه پر دې لارښودونو د خبريالانو او رسنيو له لوري د عمل نه کولو د پايلو په اړه مشخص څه نه وايي، خو کومو رسنيو او خبريالانو چې دې لارښودونو ته پام نه دی کړی ګواښل شوي او زنداني شوي دي او ځينې رسنۍ له تنبيهي اقداماتو لکه په موقته او يا دايمي توګه د فعاليت له بنديدو سره مخ شوې دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د طالبانو له لوري پر رسنيو او خبريالانو د محدوديتونو او بنديزونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او د هغو د منفي پايلو په اړه يې خبرداری ورکړی.

دې مرکز له طالبانو غوښتي چې د رسنيزو ازاديو درناوی وکړي او اجازه ورکړي چې رسنۍ او خبريالان معلوماتو ته د لاسرسي د قانون او عامه رسنيو د قانون له مخې فعاليت وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه