فايق د بشري حقونو په شورا کې د طالبانو پر خلاف د نړيوالې ټولنې د سختو اقداماتو غوښتنه وکړه

Photo: Social Media

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له دې شورا غوښتنه وکړه چې د طالبانو په وړاندې پرېکنده چلند وکړي. ده همدا راز د طالبانو پر خلاف د اغېزناکو او هدفمندو بنديزونو د لګولو په شمول د لا سختو اقداماتو غوښتنه وکړه.

فايق په خپلو خبرو کې وويل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او نورو لږکيو لپاره ډېر بد دی.

ده زياته کړه چې اوس مهال د افغانستان خلګ د طالبانو تر رژيم لاندې د بشري حقونو په برخه کې له سترو ننګونو سره مخ دي.

فايق د بشري حقونو له شورا څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو دې پرېکنده چلند وکړي. ده وويل چې د څارنې، راپور ورکولو او د طالبانو د پوښتلو لپاره د يوه مستقل څېړنيز بنسټ را منځ ته کول مهم دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي زياته کړه چې ډېره مهمه ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو پر خلاف د اغېزناکو او هدفي بنديزونو په شمول لا سخت اقدامات تر هغو وکړي چې د بشري حقونو په برخه کې بنسټيز پرمختګونه او همکارۍ نه وي ليدل شوې.

د بشري حقونو د شورا د ارزوونکې کاري ډلې غونډه د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د راپورونو او وضعيت د ارزونې لپاره نن جوړه شوه.

فايق وويل چې د افغانستان اسلامي جمهوريت (پخوانی حکومت) د روم د اساسنامې په ګډون نړيوال تعهدات لاسليک کړي وو او هغو ته ژمن و.

خو د ده په وينا، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دې ډلې د افغانستان له تعهداتو او مسووليتونو انکار کړی دی.

فايق زياته کړه چې د افغانستان پخواني حکومت له تروريزم سره د مبارزې او مالي تأمين په برخه کې قانون تصويب کړی و او هغه يې پلی کاوه.

ده وويل چې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د پخواني حکومت هڅې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم ودرېدې او دې ډلې اوس افغانستان د القاعدې، داعش خراسان، ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو لپاره د فعاليت په يوه چاپېريال بدل کړی دی.

فايق وويل چې د ملګرو ملتونو د بنديزونو په تحليلي راپور کې راغلي و چې طالبان د القاعدې په شمول له ترهګرو ډلو سره نژدې اړيکې لري.

ده زياته کړه چې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې طالبان په خپلو ژمنو کې ناکام دي.

همدا راز فايق وويل چې له تروريزم او نشيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو ادعاوې متناقضې دي. ده ادعا وکړه چې د طالبانو ځيني لوړپوړي مشران د تارياکو او هيروينو په شمول د نشيي توکو په توليد او قاچاق کې ښکېل دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه