اروپايي اتحاديې په افغانستان کې له راستنېدونکو سره د مرستې لپاره ۱۷ ميليون يورو مرسته وکړه

@EUCdAtoAFG

اطلاعات روز: روپايي اتحاديې اعلان کړی دی چې په افغانستان کې له راستنېدونکو سره د مرستې او د کوربه ټولنو د ملاتړ په موخه يې د کډوالۍ له نړيوال سازمان سره ۱۷ ميليون يورو مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د دفتر رييسې رافايلا اديس نن (جمعه، ۷ د غوايي) سهار پر ايکس ليکلي چې دا مرسته به اړينو خدماتو ته د راستنېدونکو لاسرسی تضمين او د دوی او کوربه ټولنو خونديتوب به وکړي.

اروپايي اتحاديې ويلي، په دې لړ کې چې يې د کډوالۍ له نړيوال سازمان سره کوم هوکړه‌ليک لاسليک کړی دی، په هغه کې د نجونو او ښځو پر اړتياوو ځانګړی تمرکز شوی دی.

د اروپايي اتحاديې په اعلاميه کې راغلي چې د ۲۰۲۳ له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ تر اپريل پوري تر ۱.۵ ميليون زيات وګړي له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي او «د هيواد پر پولو چې کوم بېړنی بشري وضعيت را منځ ته شو، د ټول هيواد په کوربه ټولنو کې په يوه کړکېچ بدل شوی دی.»

اروپايي اتحاديې زياته کړې چې له راستنېدونکو سره د افغانستان د خلګو له «پراخې همغږۍ» سره-سره د کډوالو او پناه غوښتونکو زيات راستنېدونکي شمېر کمو سرچينو ته د لاسرسي خطر زيات کړی دی.

د اروپايي اتحاديې د اعلاميې پر اساس، د کډوالۍ نړيوال سازمان د دې اتحاديې په مرسته د راستنېدونکو وګړو ننګونو ته رسيدګي کوي او هغوی ته روغتيايي او زدکړييز خدمات وړاندې کوي او حرفې ورته ښيي.

دا مرسته په داسې مهال کې کېږي چې پاکستان په دې وروستيو کې د بې اسناده افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د شړلو دويمه لړۍ پيل کړې ده.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي چې د دې مرحلې پيل تر ۸۰۰ زره د زياتو افغان پناه غوښتونکو او مهاجرينو ژوند له خطر سره مخ کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه