بې سرحده خبريالان: د طالبانو له لوري د رسنيو سخته ځپنه دوام لري

د بې سرحده خبريالانو سازمان د طالبانو له لوري د خبريالانو نيول د رسنيو شدیده ځپنه بللې او له دې ډلې يې غوښتي چې نيول شوي خبريالان دې خوشي کړي.

طالبانو د «ناز راډيو» خبريال اسماعيل سعادت، د «اقرأ راډيو» خبريال وحيد الله معصوم او د «اولس غږ» راډيو خبريال احسان الله نسل په خوست ولايت کې د «موسيقۍ د خپرولو» او «له ښځينه اورېدونکو سره د ټليفوني خبرو» په تور نيولي دي.

دې ډلې همدا راز په غزني کې هم د «ازادۍ راډيو» خبريال حبيب الرحمان تاثير نيولی او زنداني کړی دی.

طالبانو د خبريالانو د نيولو تر څنګ په کابل کې «نور» او «بريا» خصوصي ټلويزونونه هم تړلي دي.

د بې سرحده خبريالانو د سويلي اسيا د څانګې مشرې سليا مرسيې د طالبانو دا اقدام د رسنيو په بې رحمه ځپنه کې «تنبيهي تصميمونه» بللي دي.

دې ويلي چې طالبانو په بې رحمه توګه خبريالان په نښه کوي؛ په ځانګړې توګه هغه خبريالان چې له باندنيو رسنيو سره کار کوي او د دې ډلې پر خلاف په تبليغ کولو تورن وي.

د دې په وينا، کوم خبريالان چې د بهرنيو رسنيو لپاره کار کوي له خپلسرو نيونو او هر ډول محدوديت سره مخ دي.

سليا مرسيې زياته کړې چې ټلويزوني خبري شبکې هم د طالبانو له سانسور سره مخ دي.

د بې سرحده خبريالانو سازمان د څلورو خبريالانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې او له طالبانو يې غوښتي چې د دوو ټلويزوني شبکو د تړلو امر دې هم لغو کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه