د ملګرو ملتونو ښځينه برخه: افغانستان د نجونو د ارمانونو په هديره بدل شوی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو ښځینه برخې «په معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ کې د نجونو» د نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي، چې افغانستان د نجونو د هيلو په هديره بدل شوی دی.

په اطلاعاتي او ارتباطي ټکنالوژۍ کې د ښځو نړيواله ورځ یوه کلنۍ غونډه ده چې هر کال د اپريل مياشتې په وروستۍ پنجشنبه جوړېږي، تر څو ښځې او ځوانې نجونې د معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ (آی سي ټي) په برخه کې تشويق او وهڅوي.

د ملګرو ملتونو ښځينه برخې نن (پنج شنبه، ۶ د غويي) پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، په داسې حال کې چې نړۍ په معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ کې د ښځو د زيات ګډون لپاره هڅې کوي، خو افغانستان د هغو ميليونونو نجونو د هيلو په هديره بدل شوی چې له ښوونځي پاتې دي.

خو دې دفتر زياته کړې چې د افغانستان ښځې او نجونې نه تسليمېږي.

د ملګرو ملتونو ښځينه برخې ويلي، چې د زده کړې لپاره د افغان نجونو په مبارزه کې د هغوی تر څنګ ولاړ دي.

د افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له سختو محدوديتونو سره مخ دي. اوس مهال تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړې بې برخې دي او همدا راز ښځې د کار کولو اجازه هم نه لري.

د تېرو دریو کلونو پر مهال د تحصيل او کار د حق په ګډون د ښځو او نجونو پر بنسټيزو حقونو د نړۍ د هيوادونو او نړيوالې ټولنې له ټينګار سره-سره طالبان له خپله دريځه نه دې پر شا شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه