نیمروز، ننګرهار او فراه کې د ماشومانو په ګډون پنځه تنه اوبو ډوب کړي

اطلاعات روز: ځایي سرچینې او د طالبانو سیمه ییز مسوولین خبر ورکوي، چې په نیمروز، ننګرهار او فراه ولایتونو کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۵ تنه اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

نيمروز کې يوې ځايي سرچينې وویل، چې تېره ورځ (سې‌شنبه، ۴ د غویي) د دې ولایت د چغانسوري ولسوالۍ اړوند «شاه بزرګ» سیمه کې دوه ماشومان د اوبو په یو کانال کې ډوب شوي.

سرچینه زیاتوي، د دغو ماشومانو عمرونه درې او ۴ کلونو ته رسیدل، چې په یاده سیمه کې د اوبو یو کانال ته لویدي او مړه شوي دي.

ورته مهال فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په لاش جوین ولسوالۍ کې یوه شپږ کلنه نجلۍ د سیلاب په اوبو کې ډوبه او مړه شوې ده.

ځایي سرچینې د پورته دواړو پیښو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم  طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

دغه راز ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې تېره ورځ د دې ولایت په مهمندرې او بټي کوټ ولسوالیو کې دوه تنه اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

نوموړی وایي، چې د مهمندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ماشوم اوبو ډوب کړی چې جسد یې طالب پولیسو د یادې ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړی، خو په خبره یې چې تر اوسه یې د کورنۍ غړي نه دي موندل شوي.

هغه زیاتوي، چې په پټي کوټ ولسوالۍ کې هم یو کس اوبو ډوب کړی او جسد یې بیا د لعلپورې ولسوالۍ په مرپوطاتو کې موندل شوی دی.

زابلي د دې پیښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وایي، چې د یاد کس جسد طالب پولیسو د ځايي خلکو په ملتیا له اوبو را ویستلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د تېرې دوشنبې په ورځ هم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یو ځوان د اوبو په یو ډنډ کې د لامبو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د هیواد په ډیری سیمو کې دا ډول پیښې د ګرمۍ پر مهال رامنځته کېږي، چې ډیری قربانیان یې ځوانان او ماشومان وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه