د پکتیکا ښرنې ښار اوسېدونکي د کمزوري ښاري خدمتونو پر وړاندې کولو نیوکه کوي

انځور: ښرنې ښار لپاره د طالبانو ښاروالۍ

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې ښار اوسېدونکي له کمزوري ښاري خدمتونو شکایت کوي او د طالبانو له ولایتي مسوولینو غوښتنه کوي چې د ښار پاکوالي، ښاري ترانسپورټ او نورو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ښرنې لپاره د طالبانو ښاروالۍ بیا له دې وړاندې په ځانګړو ناستو کې ویلي، چې له ښاریانو یې راټول کړي عواید په مناسبو خدماتو او د ښار په داخل کې د ځینو سړکونو په رغونې لګولي دي.

دغه ریاست څه موده وړاندې ولس ته د حساب ورکولو په غونډه کې ویلي و، چې تېر کال یې په دوو ربعو کې شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې بیرته یې په ښار کې په براختیايي پروژو مصرف کړي دي.

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې لسګونه لوړ پوړیزې ودانۍ او سلګونه دوکانونه شته، چې د دغه ولایت ښاروالۍ ریاست ورڅخه هرکال میلیونونه افغانۍ عواید راټولوي، که څه هم دغه ښار ته په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو او مالي فساد له امله پام نه و شوی، خو اوس ښاریان د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ښاري خدمتونو کې هڅې وکړي.

د دغه ښار یو هټۍ وال نورالرحمان روښان وايي، په ښار کې د ښاروالۍ له لوري پر وخت د صفايي برخې ته پام نه کېږي او تر اوږدې مودې جمع کړل شوي کثافات د نالیو او پیاده رونو ترڅنګ پراته وي، چې دغې ستونزې ساري ناروغۍ هم پیدا کړې دي.

نوموړی غوښتنه کوي چې ښاروالۍ ریاست دې د ښار پاکوالي او ښاریانو ته د نورو اسانتیاوو برابرېدو لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه وویل: «پکتیکا دومره لوی ښار نه دی، خو بیا هم نفوس لري او د ښاري خدمتونو برخه کې که درته ووایم خدمات کمزوري او حتا په نشت حساب دي، ځکه ښاروالۍ ریاست په معیار برابر خدمات نه وړاندې کوي، مثلا کثافات چې له نالیو راټول کړي بیا د سړک تر غاړې په ورځو پراته وي، چې هم یې ښار په بد بوی اخیستی وي او بل انسانانو ته ترې مختلف مرضونه پیدا کیږي.»

ښرنې ښار کې د ناپاکو اوبو لپاره د معیاري ویالو نشتون ښار کې بد بوی جوړ کړی. انځور: خواله رسنۍ

د یاد ښار یو بل اوسېدونکی حاجي شاولي هم له ښاري خدمتونو خوښ نه دی، نوموړی وايي ښاروالۍ ریاست له ښاریانو د پام وړ مالیه اخلي، خو بدل کې یې ورته ښاري خدمات نه وړاندې کېږي.

د شاولي په وینا د نورو ولایتونو په څېر په ښار کې د کثافاتو لپاره معیاري کثافات دانۍ نشته، د اوبه سیستم فلج، د برېښنا له کموالی سره د ښاریانو مخ کېدل او د کوڅه ډبه سپویو ډېرېدل پرځای پاتې ستونزې دي چې له امله یې ښاري نظم ګډوډ شوی دی.

هغه همدا راز د ښاروالۍ ریاست له مسوولو چارواکو غواړي ترڅو د ښار پراختیا لپاره هم هڅې وکړي او د خپلسرو ودانیو د جوړېدو مخه ونیسي.

ولي په دې اړه وویل: «له مونږ نه د تېر نظام په پرتله د طالبانو په حکومت کې ښاروالۍ دوه چنده مالیه اخلي، کله چې یوه مسووله اداره له تا پیسې اخلي نو بیا خو هغه باید ښاریانو ته ښه خدمتونه هم وړاندې کړي، چې متاسفانه اوس نشته او بله موضوع د شرنې شار ته باید پراختیا وړکړي نوي سړکونه او سوداګریز مارکېټونه باید جوړ شي او کوم چې په خپلسر جوړ شوي د هغو دې مخه ونیول شي.»

د ښرنې ښار یوه څنډه. انځور: خواله رسنۍ

پکتیکا چې د هیواد له پراخه مساحت لرونکو ولایتونو ګڼل کېږي، د ۲۲ ولسوالیو په درلودلو سره په ښرنې ښار کې د زیاتره ولسوالیو تراسپورټي اډې شته، خو د یادو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې د ښاري ترانسپورټ نه موجودیت دوی له ډېرو ستونزو سره مخ کړي او تر ټکل شویو اډو اوږد پلي مزل کوي.

د مټاخان ولسوالۍ یو اوسېدونکی روف چې په ښرنې ښار کې د خوراکي توکو هټۍ لري، د ښاروالۍ له ځینو رغنیزو پروژو بیا خوښي هم څرګندوي، هغه وايي په تېرو دوو کلونو کې ښاروالۍ ریاست د ښار ځینې داخلي سړکونه په اساسي ډول رغولي دي.

نوموړی د ښاري ترانسپورټ او د ښاروالۍ د خدمتونو په اړه داسې وايي: «زمونږ د ولسوالیو تراسپورټي اډې د ښار په څنډو کې دي، یو څوک چې د ښار یوې او بلې څنډې ته ځي نو د داخلي ترانسپورټ او ټکسي نشتون له امله خلک په تکلیف کېږي او تر خپل هدفه پورې پلی مزل کېږي، نو زمونږ دا هیله ده چې داخلي تراسپورټ برخې ته هم باید پاملرنه شي، که حکومت یې نه شي کولی نو ملي سوداګرو ته دې د دې زمینه برابره کړي.»

ښرنې ښار کې د طالبانو د ښاروالۍ له لوري د جوړیدونکي سړک چارې، چې اوس یې کارونه بشپړ شوي. انځور: د ښرنې ښار لپاره د طالبانو ښاروالۍ ریاست

هڅه مو وکړه، چې د ښرنې ښار د اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې په مستقیم ډول د ښرنې د ښاروالۍ ریاست طالب مسوولینو سره شریکې کړو، خو د هغوی د نظر په اخیستو بریالي نه شو، ولې دغه ریاست په خپلو ناستو کې ویلي چې ښاري خدمات یې زیات کړي او په تېرو دوو کلونو کې یې د ښار په داخل کې خام سړکونه پاخه او د ښار د روښانه کولو لپاره یې هم د لمریزې برېښنا سیستم فعاله کړی دی.

ښرنې ښاروالۍ ریاست په خپلې فیسبوک پاڼه زیاته کړې چې تېر کال یې د دوو ربعو پرمهال شاخوا ۱۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او ډېره برخه یې بیرته د ښار په پاکوالي، رغنیزو پروژو او نورو برخو مصرف کړي دي.

دوی همدا راز له ښاریانو هم غوښتنه کړې چې د ښار په پاکوالي او سمسورتیا برخه کې له ښاروالۍ ریاست سره همکاري وکړي.

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه له پاکستان سره د انګور اډې سوداګریزې لارې له کبله نسبتا سوداګریز ښار بلل کېږي او له دې ځایه سوداګر نورو ولایتونو ته هم بېلابېل توکي صادروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه