د «زرغون خوست مېله»؛ د ځوانانو تفريحي تپه زرغونيږي

خبریال: امېد اشنا

خوست په سوېل ختيځ کې پروت د اقتصاد، کرنې، تاريخ او کلتور له اړخه مهم ولايت دی.

په سوېل ختيځ کې دا يوازينی ګرمسېر ولايت د کرنې او رغنيزو چارو لپاره د کال په ټولو فصلونو کې فرصتونه لري، چې په وروستيو کې ترې نسبي ښه ګټه اخيستل شوې ده.

نن (پنج شنبه، ۷ د کب) په دې ولايت کې د نيالګيو کرلو لپاره د زرغون خوست په نوم درې ورځينۍ مېله پيل شوه، چې د دې ولايت سربېره پکې د پکتيا او ځينو نورو ولايتونو ګڼو ځوانانو هم برخه اخيستې ده.

په دې مېله کې سلګونه ګډون کوونکو ځوانانو د مېلې په لومړۍ ورځ د ښار په شمال لويديځه څنډه کې د زرګونه نيالګيو کېنولو اشر وکړ.

چارواکو او ځوانانو د نیالګیو کېنولو اشر پیل کړی دی.

دا مېله هر کال د اړوندو ولايتي ادارو، په تېره د ښاروالي لخوا تنظيميږي، خو سږکال پکې د ګډونوالو شمېر د نورو کلونو په پرتله زيات و.

د خوست يو تن اوسېدونکي عبدالجليل همت وايي غواړي د ځوانانو په تفريحي غونډۍ د نيالګيو په کرلو په دې ځای کې مناسب مېله ځای جوړ شي.

همت وويل چې د دې لپاره يې په دې مېله کې په رضاکارانه ډول برخه اخيستې ده.

نوموړي زياته کړه: «د مېلو او تفرېح لپاره په ښار کې پراخ ځای نشته. دا ډېر مناسب ځای دی، دلته بايد ښه سرسبزه او د مېلو ځای جوړ شي، چې خلک او ځوانان مو بيا دلته د تفرېح لپاره راشي.»

مدني فعال عبدالله افغان د کېنول شويو بوټو په ساتنه او د شاوخوا ځای په جوړېدو ټينګار کوي او وايي چې تر دې وړاندې هم ورته کرل شوي ډېری نيالګي د نه پاملرنې او ورته د اوبو نه رسېدو له امله وچ شوي دي. 

افغان اطلاعات روز ته وويل: «مخکې کلونو کې هم موږ دغسې مېلې وکړې، پروګرامونه مو جوړل کړل او ونې مو کېنولې، خو وروسته يې پالنه ونشوه او وچې شوې. زموږ غوښتنه دا ده چې د دې ونو پالنه دې وشي، راتلونکې کې دې سرسبزه سيمه ترې جوړه شي.»

له پکتيا څخه دې مېلې ته ورغلی ځوان عمران الهام وايي چې د دې زرغونې او تفريحي سيمې جوړول د سولې په اړه سمبوليک ذهنيت لېږدوي او ټينګار کوي چې وسله وال طالبان دې له جګړې لاس پر سر او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دې سياسي مبارزه پيل کړي. 

دا مېله هر کال د اړوندو ولايتي ادارو، په تېره د ښاروالي لخوا تنظيميږي، خو سږکال پکې د ګډونوالو شمېر د نورو کلونو په پرتله زيات و.

الهام وايي چې په هېواد کې د سولې شتون د ورته زرغون باغ په مانا دی، چې ټول خلک به په هر ځای کې ارام او خوښ وي. 

نوموړی وايي: «د خلکو هيله مندي هغه وخت زياتيږي، چې د سولې نښه ورته ښکاره شي يانې ډز بنديز وشي؛ اوس خو يوازې سترګي په لار دي. که ډز بنديز وشي، خلکو ته به ډېره لويه هيله او تمه پيدا شي.»

په مېله کې د خوست د والي په ګډون دولتي چارواکو هم برخه اخيستې او وايي چې د نيالګيو د ساتنې او پالنې لپاره يې پر پلان کار کړی دی.

په دې اشر کې د خوست والي  تورن جنرال مهمند کټوازي هم ګډون کړی و.

د خوست ښاروال روشان نويد وويل چې اوسمهال په دې ځای کې شاوخوا ۵ زره نيالګي کېنوي، چې ډېری يې زينتي دي او راتلونکي کې به دا ځای کرار، کرار پراخ کړي. 

نويد وايي چې د بوټو د پالنې او د ياد ځای د ښه جوړولو لپاره يې اسانتياوې په پام کې نيولې او ځينې کسان يې ورته ګمارلي دي.

نوموړي زياته کړه: «سږکال موږ ټول ۶۵۰۰ شاوخوا نيالګي کېنوو، چې ډېره برخه به يې دلته وي. د بوټو شمېر مو ځکه کم کړی چې بيا يې پالنه هم وکړو؛ ځکه پالنه يې ډېره مهمه ده. دا به انشاالله په تفرېحي ځای بدل شي. د نيالګيو په کېنولو او ساتلو کې موږ سره زراعت رياست هم خپله ونډه لري او همکار به وي.»

ټاکل شوې چې سږکال ۶۵۰۰ نیالګي کېنول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په دې ولايت کې د کابو ۶.۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د بڼوالي د ځنځيروي ارزښت د ودې سکتوري پروژې هم پيل شوه، چې د مسولينو په خبره له لارې به يې په مرکز متون، ګربزو، تڼيو او مندوزيو ولسواليو کې پر ۸۱ جريبه ځمکه شاوخوا ۲۰ زره نيالګي کېنول شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه