کونړ کې د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې د اوبو وېجاړه شوې شبکه؛ سلګونه کورنۍ پاکو اوبو ته له لاسرسي نه لري

انځور: خواله رسنۍ

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د شونګړۍ درې ځايي خلک شکایت کوي، چې د پاکستاني پوځیانو په توپچي بریدونو کې یې د پاکو اوبو شبکه وېجاړه شوې، چې له امله یې د سیمې سلګونه کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

دوی وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د خوړ له اوبو ګټه اخلي، چې له امله یې خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

سیمه ییز خلک نیوکه کوي، چې د دوی له دوامدارو غوښتنو او شکایتونو وروسته هم د طالبانو ولایتي ادارې د یادې ستونزې د حل لپاره کوم ګام نه دی اخېستی.

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د شونګړۍ درې اوسېدونکی حاجي جانداد وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې پاکستاني پوځیانو د څښاک د پاکو اوبو شبکه او د اوبو رسولو سېستم په توپچي بریدونو ویشتي، چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د نوموړي په خبره، د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې د اوبو شبکې له خرابوالي وروسته د څښاک لپاره د خوړ له اوبو استفاده کوي، چې له امله یې ګڼ خلک په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي.

حاجي جانداد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « دوه کاله وړاندې پاکستاني عسکرو زمونږ په خاوره توپونه وغورځول، چې د خلکو کورونه تخریب شول، ورسره زمونږ یوه د اوبو شبکه چې ټولې شونګړۍ درې ته یې اوبه ورکولې هم ورانه کړه، حتی د اوبو رسولو پایپونو سېستم یې هم خراب شو، په سلهاوو کورنۍ له پاکو اوبو محرومې دي، ټول خلک اوس د خوړ اوبه څښي، چې زیاتره خلک په خاص ډول ماشومان په نس ناستي او نورو امراضو اخته دي.»

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په شونګړۍ دره کې کوچنۍ نجونې خپلو کورونو ته له خوړ څخه د څښاک اوبه وړي، چې د خلکو په خبره دا اوبه د څښاک وړ نه دي. انځور: خواله رسنۍ

د شونګړۍ درې اوسېدونکي وايي، د پاکو اوبو شبکې د خرابوالي له امله یې کوچني اولادونه هره ورځ د خوړو اوبو پسې ځي، چې دې چارې له زده کړو هم بې برخې کړي.

سیمه ییز خلک اندېښنه لري که د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړښت لپاره هڅې ونه شي د دوی ستونزې به لا ډېرې او د اولادونو راتلوونکی به یې له تیارو سره مخ شي.

د شونګړۍ درې اوسېدونکی شوکت سادات له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «مونږ د غریبۍ له وجې هره ورځ خپلو کارونو پسې ځو، کور کې مو څوک نه وي اوبه نه لرو، شبکه پاکستاني عسکرو خرابه کړې، کوچني ماشومان مو د خوړ اوبو پسې هر سهار او ماسپښین ځي، مکتب ترې پاتې دی، که دا حال وي زمونږ د ماشومانو آینده له تباهۍ سره مخ ده؛ ځکه زمونږ وس نشته، چې د اوبو ژورې څاه ګانې جوړې کړو، مجبور یو خپل کوچني اولادونه اوبو پسې ولېږو.»

د شونګړۍ درې اړوند ځايي خلک وايي، د څښاک د پاکو اوبو شبکې د وېجاړېدو له امله د دوی کوچني نارینه او ښځینه د ښوونځي پرځای خوړ ته د اوبو لپاره ځي، چې هغه اوبه هم د څښاک لپاره مناسبې نه دي او دوی یې په ګڼو ناروغیو اخته کړي. انځور: خواله رسنۍ

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ ځايي خلک دغه راز شکایت کوي، چې په ځلونو یې د طالبانو سیمه ییزو او ولایتي مسوولینو سره خپله ستونزه شریکه کړې، خو په خبره یې طالبانو ورته یوازې ژمنې تازه کړي او تر اوسه یې کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.

د سیمې اوسېدونکي د طالبانو له حکومت او اړوندو نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د دغې ستونزې د حل لپاره دې بېړني ګامونه واخلي، ځکه په خبره یې سلګونه ځايي کورنۍ د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ دي.

د سرکاڼو ولسوالۍ د شونګړۍ درې اوسېدونکی هلال الدین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مونږ له تېرو دوو کالو راهیسې درې ځلې د سرکاڼو ولسوالۍ ته تللي یو، دوه ځل ولایت ته لاړو، چې زمونږ د اوبو شبکه جوړه کړي، خو هغوی یوازې ویلي، چې درته یې جوړوو، مګر تر اوسه یې عملي کار نه دی کړی، مونږ له سختو مشکلاتو سره مخ یو، ځونان مو د خوړ اوبو ته روان دي، ماشوم، زنانه ټول د خوړ اوبو ته روان دي، د خوړ اوبه هم زمونږ له کورونو ډېره فاصله لري، زمونږ غوښتنه دا ده، چې امارت [طالبان] د دغه مشکل د حل لپاره صادقانه اقدامات وکړي او د وعدو له تازه کولو لاس واخلي.»

موږ هڅه وکړه، چې د سرکاڼو ولسوالۍ د شونګړۍ درې د اوسېدونکو د ستونزو په تړاو چې د پاکو اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي د طالبانو د سیمه ییزو او ولایتي چارواکو نظر ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

خاص کونړ، مروره، شلتن، دانګام، آسمار، غازي آباد، سرکاڼو او ناړۍ د کونړ یو له هغو ولسوالیو دي، چې ډېورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، چې ډېری مهال یې اوسېدونکي د پاکستاني پوځیانو له لوري د نښتو او توپچي بریدونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وي، چې ګڼ خلک آن له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه