د افغانستان په اړه د تماس د سيمه‌ييزې ډلې جوړېدل له بن‌بست سره مخ دي

Photo: UN News

اطلاعات روز: يوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی دی چې د افغانستان په اړه د تماس د سيمه‌ييزې ډلې جوړېدل له بن‌بست سره مخ دي ځکه چې پاکستان په دې ډله کې د هند د حضور مخالفت کوي.

د تماس د سيمه‌ييزې ډلې جوړېدل د دوحې تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د ملګرو ملتونو  د عمومي منشي انتونو ګوتريش وړانديز و.

د دوحې غونډه د فبروري د مياشتې پر ۱۸ او ۱۹ نېټه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د يو شمېر هيوادونو او افغانستان د مدني ټولنې د ۲۵ غړو په حضور سره جوړه شوه. طالبانو په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

د دې غونډې اصلي موضوع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل و، خو داسې استازی ونه ټاکل شو او ګوتريش د غونډې په پای کې اعلان وکړ چې د استازي د ټاکنې په لړ کې به يو څه مشورې وکړي. طالبان او يو شمېر سيمه‌ييز هيوادونه د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو مخالفت کوي.

په عين مهال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه د تماس د يوې ډلې د جوړولو وړانديز وکړ.

له دې وړانديز سره سم، ټاکل شوې وه چې دا ډله د افغانستان د نژدې ګاونډيو او نورو ښکېلو اړخونو په حضور سره جوړه شي.

په همدې حال کې پاکستانۍ رسنۍ ايکسپريس ټريبيون د يو شمېر ډيپلوماټيکو سرچينو له خولې ويلي چې په سيمه‌ييزه ډله کې د هند له حضور سره د پاکستان مخالفت بن‌بست را منځ ته کړی.

دې سرچينو اشاره کړې چې په دې وړانديز کې پرمختګ ځکه درېدلی چې په دې اړه اجماع نشته چې کوم هيوادونه به د دې ډلې برخه وي. يوې بلې سرچينې ويلي چې داسې ښکاري دا وړانديز به بريالی نشي.

ايکسپريس ټريبيون ليکلي چې له تاريخي پلوه، پاکستان او هند په افغانستان کې د يوه-بل پر رول شک کوي.

د دې رسنۍ په وينا، د تماس په سيمه‌ييزې ډلې کې د نوي ډيلي له ګډون سره د پاکستان مخالفت «د [پاکستان د] هغې پخوانۍ انديښنې پر اساس دی چې هند په افغانستان کې ثبات تضعيفوي».

دا په داسې حال کې چې د طالبانو له حکومت سره د پاکستان اړيکې د پخوا په پرتله ترينګلې دي، خو هند په دې وروستيو مياشتو کې له طالبانو سره خپل تعامل زيات کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه