سخت ورښتونه؛ ارزګان کې درې ماشومان د سیلاب اوبو وړي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې د سختو ورښتونو او راوتلو سیلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د ارزګان لپاره د طالبانو د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ريیس عبدالله خالد وايي، چې د پرون ورځې (جمعه، ۲۴ د وري) راهیسې د دې ولایت په مرکز او خاص ارزګان ولسوالۍ کې د پرلپسې ورښت له کبله راوتلو سیلابونو ۳ ماشومان مړه کړي او ترڅنګ یې د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې هم لاندې کړي دي.

نوموړي د مالي زیان په اړه کره معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د مرستو رسولو په موخه سروې پېل شوې.

هغه وویل، چې په دې ولايت کې يو شمير لوی پلونه او د اوبو بندونه هم د سيلابونو له  امله ويجاړ شوي دي.

بلخوا ارزګان د بېلابېلو ولسواليو اوسیدونکي په خپلو سيمو کې د سيلابونو  له امله د اوښتو زيانونو څخه شکايتونه کوي او غوښتنه کوي چې مرستې دې ورسره وشي.

د سيمې اوسيدونکي زیاتوي، چې د ولسواليو د لارو د تړل کيدو ترڅنک د يو شمير کليو لارې هم د سيلابونو راوتلو له امله تړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهیسې د هېواد په نږدې ټولو ولايتونو کې ورښتونه دوام لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه