د ايران په سيستان او بلوچستان کې ناامني؛ ايرانی چارواکی: طالبان او پاکستان د پولو د امنيت په ساتنه کې کمزوري دي

isna

اطلاعات روز: د ايران په سيستان او بلوچستان کې د ناامنۍ تر زياتېدو وروسته يوه ايراني چارواکي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان او پاکستان د خپلو پولو د امنيت په ساتنه کې په کوتاهۍ تورن کړي دي.

د ايران د مجلس د ملي امنيت د کميسيون او بانديني سياست دويم مشر يعقوب رضازاده د ايران له «حيات» ويبپاڼې سره په خبرو کې طالبان او پاسکتان له جندالله وسلوالې ډلې سره په همکارۍ هم تورن کړي دي.

ده ويلي: «له بده مرغه د دواړو هيوادونو پوله ساتي ځواکونه نه يوازې د خپلو پولو د امنيت په ساتنه کې کمزوري دي بلکې د انقلاب ځيني ضد «کړۍ» د «جندالشیطان» (جندالله) په څېر ترهګرو ډلو سره همکاري هم کوي او ځيني وختونه دا همکاري زموږ په هيواد کې د دې خبيثو اشرارو د نفوذ لامل کېږي.»

د ايران سيستان او بلوچستان له افغانستان او پاکستان سره پوله لري.

دا ولايت د ايراني نظاميانو او پوله ساتو لپاره تر ټولو ناخوندي سيمه ده.

د روانې اونۍ د سې‌شنبې ورځې په مازيګر په يوه بريد کې د سيستان او بلوچستان په «سیب‌سوران» سيمه کې پنځه ايراني پوليس ووژل شول.

يوه اونۍ وړاندې هم د «جيش العدل» ډلې وسلوالو په راسک او چابهار ولسواليو کې د ايراني نظاميانو پر مرکزونو بريدونه وکړل چې ۱۶ نظاميان پکې ووژل شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه