ننګرهار او لغمان کې بې وزله کورنۍ په اختر کې د خلکو مرستو ته سترګې په لار دي

اطلاعات روز: له یوې خوا که کوچنی اختر رانږدې دی له بلې خوا په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې داسې کورنۍ هم شته چې د اختر لپاره هیڅ نه لري او وایي، د نورو مرستو ته سترګې پر لار دي.

د ننګرهار اوسیدونکې زینب چې خاوند یې د تیرو جګړو پر مهال له لاسه ورکړی وایي، اوسمهال یې د شپږ اولادونو سرپرستي ترغاړې ده او د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې د «کمپونو» په سیمه کې ژوند کوي.

هغه وایي، وجدان یې نه مني چې په په بازار کې سوالګري وکړي خو زیاتوي، چې د خپلو ماشومانو د نفقې لپاره د خلکو او سوداګرو مرستو ته سترګې په لاره ده.

زینب زیاتوي: «څلور کلونو ډیر وخت کېږي چې د اختر په خوند نه یو پوه شوي، ځکه خاوند مې مړ شوی او له هغې را وروسته مو ژوند په غربت کې تیریږي په روژه کې راسره د ګاونډ خلکو مرسته کوله او اوس اختر چې نږدې دی، نو د نورو خلکو مرستې ته مو سترګې دي اولادونه مې جامې، څپلۍ او نور توکي غواړي خو زه یې د اخیستو توان نه لرم.»

نوموړې زیاتوي، چې اختر ورته مفهوم نه لري او د خاوند له مړینې وروسته یې اخترونو ته د همدې بې وزلۍ له امله هیڅ چمتوالی نه دی نیولی.

د هغې کشرۍ لور رابعه وايي، چې د اختر لپاره نوی جامې نه لري او کله چې خپلې همزولي ګوري چې اختر په خوشحالي لمانځي نو هغه وخت سخته خواشینۍ کېږي.

هغه له سوداګرو غوښتنه کوي چې د دوی په شان له بې وزله کورنیو سره مرسته وکړي.

له دې سربیره د لغمان اوسیدونکی تواب خان وایي، اختر ته په نږدې کیدو هره کورنۍ کوښښ کوي چې ډیر څه واخلي خو په خبره یې د ده په ګډون داسې کورنۍ هم شته چې د بې وزلۍ له امله خپلو اولادونو ته کالي هم نشي اخیستلی.

نوموړی کوچنى اختر يوازې او يوازې د هغو کسانو د خوښۍ ورځې بولي چې ژوند يې ښه دى.

په همدې حال ننګرهار کې د یوه خیریه بنسټ له لوري له ٢٥٠٠ یتیمو، کونډو او بې وزله کورنیو سره د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اختریزې ډالۍ په توګه د وچې میوې مرسته ترسره شوې.

د بنسټ مسوولین وایي، په دغې مرسته کې هرې کورنۍ ته دوه کیلو کلچې، دوه کیلو شیریني، یو کیلو ممپلي، یو کیلو نخود، یو کیلو ممیز، یو کیلو مټایان او یو کیلو میانچې شاملې دي، چې موخه یې د یتمو، کونډو او بې وزلو کورنیو لاسنیوی دی.

د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، د طالبانو د حکومت په راتګ سره په لویه کچه بې کاري، فقر، بې وزلي، په تېرو جګړو کې د کورنیو د غړو له لاسه ورکول هغه لاملونه دي چې له کبله یې د زیاتره کورنیو اختر بې خونده تیریږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه