د رژیم د بقا هڅې؛ طالبانو کونړ کې شاعران او فرهنګیان د خپل نظام په ګټه تبلیغاتو ته اړ کړي

انځور: خواله رسنۍ

کونړ ولایت کې یو شمېر شاعران او فرهنګیان شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې ځايي طالبانو پرې فشار راوړی، چې په خپلو شعرونو او فرهنګي ناستو کې له دغې ډلې ملاتړ وکړي او د دوی د رژیم کړنې وستايي.

دوی وايي، د طالبانو استخباراتو او اطلاعاتو او کلتور ریاست ګواښلي که په ټولنیزو رسنیو او مشاعرو کې خپلو شعرونو کې د طالبانو د حکومت ملاتړ ترڅنګ تور ته سپین ونه وايي، د زندان تر تورو تمبو ته به یې ورسوي.

صدیق الله صافی (مستعار) چې د کونړ د مرکز اسعد اباد اوسېدونکی دی او له تېرو لسو کلونو راهیسې شاعري کوي پر شاعرانو د طالبانو له فشارونو سر ټکوي.

دی وايي، طالبانو په دې ولایت کې فعالو شاعرانو او لیکوالانو ته په شفاهي ډول فرمایشونه ورکړي؛ ترڅو په ټولنیزو رسنیو او مشاعرو کې د دوی د حکومت پر کړنو نیوکې ونه کړي.

دا شعار زیاتوي، د طالبانو فشارونو او فرمایشونو یې رواني اړخ دومره ځپلی، چې نور له شعر لیکلو زړه توری شوی او زړه یې نه غواړي، چې په دې برخه کې مخکې لاړ شي.

صافي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « زما لس دولس کاله کېږي، چې شاعري کوم، ورسره ترنم هم کوم، له کله چې جمهوریت سقوط شوی وخت ناوخت راته د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رییس او استخبارات وايي، په خپلو شعرونو کې به احتیاط کوې، د حکومت د کارونو خلاف شعرونه به نه لیکې؛ ځکه دا جمهوریت نه دی، چې د بیان د آزادۍ په نامه به هر څه ووایې، بېخي یې زما له شعر لیکلو، ترنم او فرهنګي ناستو زړه تور کړی.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کونړ په ملي راډیو ـ ټلوېزیون کې د نوي ۱۴۰۳ لمریز کال په مناسبت د طالبانو له لوري جوړه شوې مشاعره او فرهنګي ناسته، چې شاعرانو او فرهنګیانو ته یې په کې په خپلو شعرونو کې په غیر مستقیم ډول د طالبانو د رژیم د ملاتړ سپارښتنه کړې وه. انځور: خواله رسنۍ

کونړ مېشتي شاعران وايي، د دغه ولایت طالب چارواکو په زور اړ کړي، چې په خپلو مشاعرو او شعرونو کې د طالبانو د رژیم ملاتړ او د دوی کړنې وستايي او خلک وهڅوي؛ ترڅو د طالبانو د نظام ملاتړ وکړي.

د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې مېشت شاعر غلام اسحاق (مستعار) وايي، په یاد ولایت کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ رییس ګواښلی، که په خپلو شعرونو او فرهنګي ناستو کې د دوی د نظام ملاتړ ونه کړي سخت چلند به ورسره وشي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « طالبان په خاص ډول د اطلاعاتو او کلتور رییس ماته او نورو شاعرانو ته ویلي، چې په شعرونو، فرهنګي ناستو او خپلو لیکنو کې خلک د اوسني حکومت ملاتړ ته وهڅوي، راته وايي که مو زمونږ د کارونو صفتونه ونه کړل او یا مو په دولتي ادارو نقد وکړ ځای به مو مستقیم زندان وي.»

په ورته مهال د کونړ په مرکز اسعد آباد کې یو فرهنګي فعال چې په راپور کې یې د نوم له خپرېدو ډډه کوله وايي، طالبانو د ده په ګډون ګڼو نورو فرهنګیانو ته خبرداری ورکړی، چې په هر ډول فرهنګي ناستو او مجلسونو کې دې د طالبانو د رژیم ملاتړ او د دوی په ګټه تبلیغات وکړي.

دغه فرهنګي فعال زیاتوي، چې په هنري او فرهنګي برخه کې د طالبانو لاسوهنې دغه برخه بې خونده کړې او ګڼ فرهنګیان یې اړ کړي، چې په دغه ولایت کې خپلې مېنې پرېږدي او نورو ولایتونو ته ولاړ شي.

یاد فرهنګي زیاته کړه: « طالبانو یو کس پرېنښود، شاعر سره دوی کار لري، لیکوال سره دوی کار لري، فرهنګیانو سره د دوی کار دی، هر کار کې لاسوهنه کوي، نه یې د ټولنیزو رسنیو فعالان په آرامه پرېښودل، په خدای چې نور یې زمونږ له ژونده زړه تور کړی، فرهنګي فعالیت خو عادي خبره ده؛ له یوې خوا کار او وظیفې نشته، له بلې خوا مو طالبانو آرام نه پرېږدي، که مو لږ هم وس وای له کونړه مو خپله کډه وړله او بل ځای کې به دېره شوي وای.»

د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ په ګمبیر سیمه کې څه موده وړاندې د طالبانو له لوري جوړه شوې مشاعره، چې د دغه ولایت سربېره د ګڼو ولایتونو شاعرانو او فرهنګیانو په کې برخه اخېستې وه. انځور: خواله رسنۍ

کونړ کې د شاعرانو او فرهنګیانو شکایتونو او نیوکې داسې مهال کېږي، چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د نوي کال په مناسبت د طالبانو تر کنټرول لاندې د کونړ د ملي راډیو ـ ټلوېزیون په تالار کې په یوې جوړې شوې مشاعرې کې د یاد ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو اوکولتور رییس شاعران خطاب کړي وو، چې په خپلو شعرونو کې دې هغه څه ته ځای ورکړي، چې د ټولنې د اصلاح سبب وګرځي.

موږ هڅه وکړه، چې په کونړ کې د شاعرانو او فرهنګیانو د تازه نیوکو او سرټکونې په تړاو په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري نجیب الله حنیف نظر هم ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

کونړ مېشتي شاعران او فرهنګي فعالان دغه راز د طالبانو پر مرکزي حکومت غږ کوي، چې پر خپلو ولایتي مسوولینو دې فشار راوړي؛ ترڅو د فرهنګي فعالانو، شاعرانو، لیکوالانو او په خواله رسنیو کې د فعال ځوانانو له ځورونې لاس واخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه