خواجه اصف: په افغانستان کې د ټي ټي پي د پټنځايونو په ختمېدو سره به په پاکستان کې تروريزم ختم شي

Photo: via DAWN

اطلاعات روز: د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف يو ځل بيا افغانستان په خپل هيواد کې د تروريزم سرچينه بللې او خبرداری يې ورکړی دی چې دا لړۍ به تر هغو روانه وي، تر څو کابل د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) روزنيز کمپونه او پټنځايونه ختم نه کړي.

د ايکسپريس ټريبيون له راپور سره سم، اصف د دوشنبې په ورځ (۱۳ د وري) د پاکستان د استازو په مجلس کې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې ده په خپله پخوا د يوه پلاوي په ملتيا افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو له مشرانو يې غوښتي چې په خپل ګاونډ کې د تروريزم مخنيوی وکړي.

ده زياته کړې چې د افغانستان له لوري وړانديز شوې حل لاره د منلو وړ نه وه مګر بل پلو طالبان په پر له پسې توګه د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د دولت تر منځ پر خبرو-اترو ټينګار کوي او د دواړو تر منځ منځګړيتوب کوي.

د پاکستان دفاع وزير ټينګار کړی دی چې د پاکستان او افغانستان پوله بايد د نړۍ د نورو بين المللي پولو په څېر وي او افغان وګړي بايد په ويزې سره پاکستان ته راشي. ده زياته کړې چې دا وضعيت د افغانستان له لوري نه مراعت کېږي.

اصف يادونه کړې چې پاکستان له افغانستان څخه هند ته د توکو انتقال ته اجازه ورکړې ده.

ده ويلي: «موږ جنګېدلي يو او د افغانستان لپاره مو قرباني ورکړې ده خو د افغانستان د دولت د تګلارې تر بدليدو وروسته د هغوی لپاره زموږ انتخابونه محدود دي.»

تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو بيا – بيا ادعا کړې ده چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې په دې هيواد کې خپل عمليات پلانوي، دا هغه ادعا ده چې طالبان يې ردوي او د پاکستاني چارواکو څرګندونې له مسووليته تېښته ګڼي.

له تروريزم سره د پاکستان د مبارزې ادارې ويلي چې په خيبرپښتونخوا ايالت کې پر چينايي وګړو بريد له افغانستان څخه پلان شوی و.

د دې ادارې په وينا، په خيبرپښتونخوا کې پر چينايي وګړو د بريد کوونکی او په دې بريد کې استفاده شوی موټر بم له افغانستان څخه راوستل شوي و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه