عبدالسلام حنفي: افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ له منځه تللې

Photo: @ARG_1880 on X

اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د روغتيا د نړيوال سازمان له عمومي مشر تدروس ادهانوم قبريسوس سره په خبرو کې ادعا کړې، چې د افغانستان له ټولو سیمو د پوليو يا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د واکسين په پرلپسې تطبيق سره له منځه تللې ده.

نوموړي د پوليو له منځه وړل د طالبانو د حکومت لاسته راوړنه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر ميلادي کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې ټولې يې په ننګرهار ولايت کې وې؛ خو د سږ کال تر دريو مياشتو پورې د پوليو د کومې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

پر ايکس د طالبانو ارګ پاڼې پرون چارشنبه (۸ د وري) د روغتيا د نړيوال سازمان له عمومي مشر سره د حنفي او د طالبانو د روغتيا وزارت د سرپرست قلندر عباد د ليدنې په اړه خبرپاڼه خپره کړې او د تدروس ادهانوم قبريسوس په وينا يې ليکلي چې «د ګوزڼ ناروغۍ د سيمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ دی چې له نېکه مرغه دا ناروغۍ په افغانستان کې تر ډېره حده ختمه شوې ده».

له افغانستان سره يو ځای پاکستان هم د ګوزڼ له ناروغۍ سره مخ دی.

د روغتيا د نړيوال سازمان مشر ويلي، چې دا سازمان په افغانستان کې په روغتيايي برخه کې د فعاليتونو د دوام غوښتونکی دی او په دې لړ کې د طالبانو همکارۍ ته اړتيا ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د روغتيا د نړيوال سازمان سيمه‌ييز مشر ډاکټر حنان بلخي د ګوزڼ ناروغۍ د تشخيص لابراتوارونو د پياوړتيا او د افغانستان ډاکټرانو ته د زده کړې د زمينې برابرولو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د دې سازمان د همکارۍ خبر ورکړی دی.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال د روغتيا د نړيوال سازمان له همکارۍ مننه کړې او د دې سازمان له مسوولينو يې غوښتي چې د روغتيايي سيسټم د پياوړتيا، د مجهزو لابراتوارونو د نصب، د هيواد په لېرې سيمو کې د روغتيايي کلينيکونو د جوړولو، د روغتيايي څانګې د مسلکي ظرفيت د لوړولو او په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د مجهز روغتون د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه