پر علني مجازات د طالبانو د مشر ټينګار: «ښځې په عام محضر کې سنګساروو»

اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د يوه غږيز پيغام په وسيله په عام محضر کې د تورنو کسانو پر مجازات ټينګار کوي او وايي چې دا ډله «حدود» اجرا کوي او ښځې په عام محضر کې «سنګساروي».

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ «ملي راډيو» هبت الله اخوندزاده ته د منسوب غږيز پیغام ځيني برخې نن (يکشنبه، ۵ د وري) په يوه راپور کې خپرې کړې دي.

روښانه نه ده چې د طالبانو مشر دا څرګندونې څه وخت او چيرته کړې دي خو «ملي راډيو» يې دا «وروستۍ وينا» بللې ده.

هبت الله اخوندزاده په دې غږيز پيغام کې لوېديځ هيوادونه مخاطبوي او وايي: «موږ د خدای حدود اجرا کوو. دا ته وايې چې د ښځو سنګسارول د هغوی د حقونو نقض دی، سبا پرې د زنا حد پلی کوو. ښځې په عام محضر کې سنګساروو، رجم کوو يې. سبا د الله حدود اجرا کوو او په عام محضر کې يې په درو وهو.»

دی زياتوي: «دا هر څه ستاسو د ډيموکراسۍ خلاف دي، د دې هر څه په اړه به له تاسو سره مقابله کول دوام ولري.»

د طالبانو مشر د دې غږيز پيغام په يوه بله برخه کې وايي چې له لوېديځو هيوادونو سره د دې ډلې جګړه پای ته نه ده رسيدلې او لا هم روانه ده.

دی وايي: «موږ دې لويديځوالو ته وايو چې موږ له تاسو سره شل کاله جنګېدلي يو او نور شل کاله او تر دې زيات وخت به له تاسو سره جنګېږو.»

دی وايي چې پر افغانستان د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته له لوېديځو هيوادونو او د هغوی له ارزښتونو سره د دې ډلې جګړه پای ته نه ده رسيدلې.

هبت الله اخوندزاه وايي: «کار همدلته پای ته نه دی رسېدلی چې موږ راغلو او کابل مو ونيو، په ولايتونو کې پر څوکيو کېناستو، تورې او شنې چای څښو او خبره خلاصه شوه. نه، نه، اوس موږ شريعت عملا پلی کوو.»

د طالبانو رهبر ټينګار کوي چې «علما» به له لوېديځ او د هغې له ډيموکراسۍ سره مبارزه کوي او همدوی و چې د لوېديځ ډيموکراسي يې په ځمکه کې خښه کړه.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هغوی د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په پراخ نقض تورن دي.

دې ډلې د هبت الله اخوندزاده تر فرمان وروسته په بېلابېلو ولايتونو کې تورن افراد په عام محضر کې په درو وهلي دي.

له دې سره-سره، طالبانو تر اوسه په فراه، لغمان، غزني او جوزجان ولايتونو کې پنځه تنه په عام محضرو کې اعدام کړي دي.

د بشري حقونو بنسټونو په عام محضر کې د افرادو مجازات د هغوی د «انساني کرامت» سپکاوی بللی او د توقف غوښتنه يې کړې ده.

يوناما هم اعلان کړی چې ملګري ملتونه په کلکه د اعدام له مجازات سره مخالف دي او طالبان بايد د افرادو د اعدام مخه ونيسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه