اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د الینګار په سیند کې د يو کس جسد موندل شوی دی.
د لغمان د مرکز مهترلام اوسیدونکی شفیع الله وایي، چې ځایي خلکو د یاد کس جسد نن (یکشنبه، ٥ د وري) غرمه مهال د الینګار سيند څخه را اېستلی او د مهترلام روغتون ته یې انتقال کړی، څو یې خپلې کورنۍ ته وسپاري.
هغه زیاتوي د پیدا شوي جسد هویت نه دی معلوم او دغه راز تر اوسه روښانه نه ده چې د مړينې انګېزه يې څه ده او ولې سيند ته غورځول شوى دی.
لغمان کې طالب چارواکو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په مربوطاتو کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.
