اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې یو ځوان خپله میرنۍ مور په ډزو وژلې ده.
پولیس زیاتوي، چې دغه ځوان تېره ورځ (شنبه، ۴ د وري) مازدیګر د میوند ولسوالۍ مرکز ته څیرمه «چهلګزي» کلي کې د خپل پلار دوهمه میرمن یا میرنۍ مور ویشتلې ده.
د دوی په وینا چي یادې میرمنې د میوند روغتیايي کلینیک ته له رسېدو وړاندې ساه ورکړې او په قتل تورن ځوان له سیمې تښتېدلی، خو په خبره یې د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.
طالب پولیسو وایي، پیښه د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې او له وژل شوې میرمن شپږ بچیان پاتې دي.
هیواد کې فقر، بې کاري او کورنۍ ستونزې د داسې پیښو لامل بلل کېږي.
