اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، په دې ولايت کې د یوې ناچاودې سرګلولې په چاودنه کې ۳ ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
هلمند کې د طالبانو د والي وياند محمد قاسم رياض وايي، چې پیښه نن (شنبه، ۴ د وري) سهار د دې ولایت د ګرمسير ولسوالۍ اړوند «لکي» سيمه کې رامنځته شوې.
نوموړی زیاتوي، یادو ماشومانو یوه ناچاوده سرګلوله موندلې او د لوبو پر مهال یې پرې چاودنه کړې چې په دې ترڅ کې یو نجلۍ او دوه هلکان وژل شوي او همدارنګه یوه نجلۍ او یو هلک ټپیان دي.
هغه وایي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
ورته مهال يو سرچينه وايي، چې د يادو ماشومانو د کورنيو غړو د کباړ کار کاوه او د نورو اوسپنو په منځ کې یې لاسي بمونه هم اخیستي او کور ته یې راوړي دي.
افغانستان کې د تېرو جګړو څخه پاتې ناچاودي توکي ډیر کله د عام وګړو ژوند اخلي چې ډیر قربانیان یې ماشومان وي.
