ننګرهار کې یوه ځوانه نجلۍ د اوبو څاه ته لوېدلې او مړه شوې

اطلاعات روز: د ننګرهار ځایي مسوولين وايي چې د دې ولايت په اچین ولسوالۍ کې یوه شل کلنه نجلۍ د اوبو څاه ته لوېدلې او مړه شوې ده.

د دې ولایت امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایې چې دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه،٢، د وري) د اچین ولسوالۍ اړوند «پېښې خوړ» سیمه کې شوې ده.

د زابلي په وينا، د مړې شوې نجلۍ جسد یې نن ماشپين د ځایي خلکو په همکارۍ د اوبو له کوهي راایستلی دی.

زابلي زياته کړې: «د ننګرهار اچین ولسوالۍ اړوند پېښې خوړ سیمه کې يوه مېرمن چې عصبي توازن یې برابر نه و، کوهي ته لویدلې ده او مړه شوې د یادې مېرمنې د پلار زاهد په وینا چې لور يې د اتلس کالو را په دېخوا د عصابو ناروغي لرله چې تیره شپه ناوخته له کوره وتلې وه او نن یې جسد کلي ته څیرمه د اوبو په څاه وموندل شو او د خلکو په همکارۍ را وویستل شو.»

که څه هم د هیواد په جنوبي ولایتونو کې ورته پېښو د ګڼو ماشومانو او میرمنو ژوند اخیستی خو په ننګرهار کې دا لومړۍ پېښه ده.

دا په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت مسوولینو بيا – بيا له خلکو غوښتي و چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د خپلو څاګانو سرونه پټ کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه