د بښنې نړيوال سازمان: نړۍ نشي کولای چې د افغان نجونو پر افسوسناک وضعيت سترګې پټې کړي

اطلاعات روز: د بښنې نړيوال سازمان له زده کړو څخه د افغان نجونو د محروميت دوام خواشينوونکی ګڼلی او ويلي يې دې چې نړۍ نشي کولای له دې وضعيت څخه سترګې پټې کړي.

دې سازمان نن (جمعه، ۳ د وري) پر ايکس ليکلي چې په افغانستان کې د ښوونځيو له پرانيستل کېدو سره-سره لا هم د نجونو ټولګي تش دي.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بنديز د هغوی راتلونکی نابودوي.

طالبانو دوې ورځې وړاندې په افغانستان کې تعليمي کال په پر له پسې توګه درېيم کال د نجونو له حضور پرته پيل کړ.

دې ډلې د خپلې واکمنۍ په لومړيو ورځو کې تر شپږم ټولګي لوړې نجونې تر «بيا اطلاع» پورې ښوونځي ته له تلو منعه کړې.

طالبانو تر دې وروسته ښوونځي او زده کړييز خصوصي مرکزونه هم د نجونو پر مخ وتړل.

د دې ډلې له لوري د نجونو پر زده کړو او تحصيل بنديز په نړيواله کچه غندل شوی او ډېری هيوادونه يې لغو کېدل له دې ډلې سره د اړيکو د عادي کېدلو په لړ کې د لومړني شرط په توګه وړاندې کوي.

د افغانستان وګړو هم د درو وروستيو کلونو پر مهال بيا – بيا د نجونو په وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانيستنې غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه د افغانستان د وګړو او نړيوالې ټولنې غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې او د نجونو پر زده کړو او تحصيل بنديز لا هم پر خپل ځای دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه