اطلاعات روز: د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولين وایې چې په دې ولایت کې د ځمکنيو توتو کرکیله مخ په ودې ده او سږ کال به يې حاصل زيات وي.
د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو د کرنیزو چارو آمر انجینر نعمت الله اکبري وایې، سږ کال د دې ولایت د پنځو ولسواليو سره رود، دره نور، خوږياڼو، کوزکونړ او پچيراګام پر ١٧٥ جريبه ځمکه ځمکني توت کرل شوي.
نوموړی زیاتوي چې د اټکل له مخې سږکال به ننګرهار کې د ځمکنيو توتو ٢٨٠ ټنه حاصلات تر لاسه شي.
نوموړی زیاتوي هڅه کوي راتلونکې کې دغه کښت ته وده ورکړي، تر څو چې حاصل يې د ننګرهار سربيره د هېواد نورو سيمو ته هم ولېږل شي.
بلخوا بزګران هم وايي چې سږکال به یې د ځمکني توتانو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات وي.
د سره رود ولسوالۍ یو بزګر «شاه ولي» چې په خپله ځمکه یې ځمکني توتان کرلي له مسوولینو یې غوښتنه دا ده، چې د بازار موندلو ترڅنک دځمکني توتانو د کرکيلې، حاصلاتو ټولولو، ساتلو، بسته بندۍ او پلور په موخه ورته زمينې برابرې کړي.
همدا راز ځيني کروندګر غوښتنه کوي چې د حاصلاتو د ښه بازار په موخه دې د بهرنيو ځمکنيو توتانو په خاص ډول د پاکستان د وارداتو مخه ونيول شي او يا دې هم پرې تعرفې لوړې شي.
