ننګرهار کې د لویو لارو پرانېستو سره د توکو بیې کمې شوي

اطلاعات روز: د هیواد د لویو لارو د باروړنکو موټرو چلوونکو د کاري اعتصاب په پای ته رسیدو سره په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی.

ننګرهار میشتي وایي، څو ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کې د خوراکي او سون توکو بیې څو چنده لوړې شوې وې. احمد الله جلال اباد ښار ته د خوراکي توکو د اخیستو په موخه راغلی هغه وایې، څلور ورځې مخکې دوړو په بیه کې پنځه سوه، غوړویو په بیه کې ۶۰، د ګازو په بیه کې شل افغانۍ او همداراز د اړتیا وړ نورو توکو زیاتوالی راغلی وو.

د نوموړي په خبره د لارۍ چلوونکو د کاري بندیز په پای ته رسیدو سره او ښارونو ته د خوراکي توکو د رالیږد په پیل سره همهاله د توکو په بیو کې کموالی راغلی.

دی وایي: «مخکې مونږ یوه بوجۍ وړه په دوه زره افغانۍ اخیستل خو چې کله بیرته بیا ښارونو ته د توکو لیږد پیل شوی، نو سمدلاسه ورسره د خوراکي توکو او په خاص ډول د وړ بیه پخواني حالت ته تللې.»

احمد الله جلال وایي، اوس بیې کمې شوي.

په همدې حال کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مشر زلمی عظیمي نن (سه شنبه، ۵ د کب) اطلاعات روز ته وویل، چې د لارو په خلاصیدو سره د خوراکي توکو بیې په نسبي ډول راټیټې شوې او تمه لري چې څو ورځې وروسته به د خوراکي توکو بیې د پخوا په شان عادي حالت ته وروګرځي.

عظیمي زیاتوي: « د وړو او نورو خوراکي توکو بیې چې څو ورځې وړاندې په بیساري ډول لوړې شوې وې لامل یې د لارۍ چلوونکو کاري اعتصاب و، نو اوس چې د دوی بندیز پای ته رسیدلی ورسره د خوراکي توکو بیو کې د پام وړ ټیټوالی راغلی او تمه شته چې څو ورځې وروسته نور هم بیې کمې شي.»

له یوې خوا که د خوراکي توکو بیې کمې شوې خو بل لور ته موټر چلوونکي او ښاریان د تیلو او ګازو د بیو له لوړوالي شکایت کوي. د ننګرهار یو اوسیدونکی شاه محمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د تیلو او ګازو بیو په لوړیدو سره موټر چلوونکو خپلې کرایې هم لوړې کړي دي.

هغه زیاته کړه: « د خوراکي توکو بیې خو کمې شوي خو د ګازو او تیلو بیې په خپل ځای پاتې دي، چې ورسره دموټرو کرایې هم لوړې شوي مونږ غوښتنه کوو چې د سون توکو په بیو کې هم کموالی راشي.»

خو په ورته مهال د ننګرهار د انحصاراتو رییس احمد شاه پاچا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د تیرې اونۍ په پرتله د ګازو او تیلو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی.

هغه زیاته کړه: «د اسلام کلا بندر په بندیدو سره ننګرهار کې هم د تیلو او ګازو بیې لوړې وې، ځکه مونږ دلته داسې زخیرې نه لرو، خو اوس چې لاره خلاصه شوې بیې کمې شوي او تمه شته چې پخواني حالت ته به راشي.»

سوداګر د سون او خوراکي توکو بیو دلوړوالي لامل په اسلام کلا بندر کې د سوداګریزو موټر سوزیدل، د لارۍ چلوونکو کاري اعتصاب او د صرافانو کاري بندیز هغه عوامل یادوي چې له امله یې په هیواد کې د اړتیا وړ توکو بیې لوړې شوې وې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه