اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د یوې ښځې د ځانوژنې په بدل کې بله ښځه د خسرګنۍ له لوري وژل شوې ده.
د یاد ولایت د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند عبدالبصير زابلی وایي، چې یاده پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ٢٨ د کب)د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
زابلی زیاتوي: «د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ امنیتي منسوبینو ته د سیمې خلکو خبر ورکړی و، چې د یادې ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو میرمن وژل شوې ده، خو د امنیتي ځواکونو د څيړنې وروسته په ډاګه شوه چې یاده میرمن چا نه ده وژلې بلکې ځان وژنه يې کړې ده، د همدې مړې شوې میرمن کورنۍ چې خبره شوې نو خپله اینګور یې د چاقوګانو په ګوزارونو وژلې، دغه دواړه ښځې د یو بل په بدل کې واده شوې وې.»
د زابلي په وینا د یادې پېښې په تور دوه کسان نیول شوي دي.
نوموړی د یادې پېښې لامل د دواړو کورنیو ترمنځ کورنی تاوتریخوالی یادوي.
په دې ورورستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره دخسرګنۍ، او پلارګنۍ سره شخړې او لانجې ښودل شوي دي.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید