اطلاعات روز: د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر افغانستان د پاکستانۍ الوتکو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې پر افغان خاوره تیری بللی دی.
مجاهد نن (دوشنبه، ۲۸ د کب) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې پاکستانۍ الوتکو تېره شپه ۰۳:۰۰ بجې د پکتیکا په برمل او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې د عامو وګړو کورونه په نښه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې بریدونو کې ۳ ښځې او ۳ ماشومان په پکتیکا او دوې ښځې بیا په خوست کې وژل شوي دي.
د مجاهد په وینا، د عبدالله شاه په نوم کس چې پاکستان یې د په نښه کولو ادعا کوي په پاکستان کې دی.
ځينو پاکستاني خبريالانو خبر ورکړى چې د پاکستان پوځ په پکتيکا کې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) يو قوماندان عبدالله شاه کور په نښه کړى دى، خو د هغه د مرګ ژوبلې په باب څه نه دي ویل شوي.
خو، د طالبانو ویاند ویلي، چې په کومه سیمه برید شوی د دواړو غاړو یو قوم ژوند کوي او ورځنی تګ راتګ او خپلویانې لري.
هغه د پاکستان دغه اقدام غیرسنجیده عمل او تیری بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې دغه ډله «د نړۍ د زبرځواکونو پر خلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچاته پخپله خاوره د تیري اجازه نه ورکوي.»
هغه د پاکستان له نوي حکومت غوښتي، څو پوځي جنرالانو د «بې باکو» کړنو له امله د دواړو مسلمانو هېوادونو اړیکې خرابې نه کړي.
مجاهد دغه راز ویلي، چې پاکستان باید پخپله خاوره د پیښو نه کنټرول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي ،« ځکه داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.»
هغه زیاته کړې، چې طالبان به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې چاته زیان ورسیږي.
پاکستان تر دې وړاندې هم د افغانستان پر سرحدي سیمو بمبارۍ کړې دي.
دغه هېواد وايي، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو غړي په نښه کوي.
