اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له امله ۲۱ کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وويل، چې ياده ترافيکي پيښه نن (یکشنبه، ۲۷ د کب) سهار وختي د کندهار-هلمند پر لويه لار د ګرشک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یو ۵۸۰ مسافر وړونکي بس، یو ټانکر او موټر سایکل ترمنځ شوې.
سرچینه زیاتوي، د پیښې پر مهال ۵۸۰ ډوله موټر اور اخیستی، چې له امله یې د زیاتو سپرلیو جسدونه سوزیدلي دي.
سرچینې د یادې پیښې او د ټپیانو په اړه نور څه ونه ویل او نه هم هلمند کې ځایي طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.
هیواد کې د ډیری ترافیکي پیښو لوی لاملونه خراب سړکونه، بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت بلل کېږي.
