بې پولې خبريالانو پر خبريالانو د طالبانو د محدوديتونو زياتېدو په اړه اندېښنه وښوده

اطلاعات روز: د بې پولې خبريالانو سازمان (آر اېس ايف) د افغانستان پر خبريالانو د طالبانو د محدوديتونو د زياتېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.

دې سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، په داسې حال کې چې خبريالان له ځپنې، سانسور او ځان‌سانسورۍ سره مخ دي، په ځينو سيمو کې تازه لګول شوي محدوديتونه د افغانستان د رسنيو ليد مخکې تر مخکې خرابوي.

په دې وروستيو کې په کندهار کې د طالبانو والي د دې ډلې له چارواکو څخه د انځور اخيستل منع کړي دي. همدا راز په خوست کې د طالبانو امنيې قومندانۍ د دې ولايت له محلي رسنيو سره د مخاطبينو په توګه د ښځو او نجونو پر ټیليفوني اړيکو بنديز لګولی دی.

د بې پولې خبريالانو سازمان ويلي، چې شونې ده دا محدوديتونه نورو ولايتونو ته هم وغزېږي او سراسري شي.

د دې سازمان په اعلاميه کې ويل شوي: «په خوست کې د ښځينه اورېدونکو او ليدونکو د غږ سرکوبول، په کندهار کې د چارواکو د انځورونو پر خپرولو بنديز او په هيواد کې د ښځينه خبريالانو پر پوښاک سخت محدوديتونه، دا هر څه د طالبانو د سختدريځې ايډيولوژۍ انديښمنوونکې نښې دي چې ښځينه خبريالانې په کې په ځانګړې توګه په نښه شوي.»

بې پولې خبريالانو د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده څخه غوښتي چې دا ځپونکي اقدامات ختم کړي.

طالبانو پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته پر رسنيو او خبريالانو په ځانګړې توګه پر ښځو پراخ محدوديتونه لګولي دي.

دې ډلې خبريالانې اړ کړي چې د ټلويزیوني خپرونې د مخته وړلو پر مهال دې تور لباس او ماسک واغوندي او همدا راز يې منعه کړې دي چې له نارينه خبريالانو سره يو ځای دې خپرونې نه چلوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه