اطلاعات روز: د افغانستان د شيعه ټولنې استازو د طالبانو د رییس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره په ليدنه کې خپلې غوښتنې او وړانديزونه په ليکلي بڼه دې ډلې ته سپارلي دي.
دا ليدنه چې پرون (چهارشنبه، ۲۳ د کب) ترسره شوې، د افغانستان د شيعه علماوو د شورا مرستيال محمد اکبري او د دې شورا غړو سيد حسين عالمي بلخي او نعمت الله غفاري په کې ګډون کړی و.
ارګ پاڼې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې شيعه استازو د شيعه ټولنې غوښتنې او وړانديزونه په ليکلي بڼه د طالبانو د رییس الوزرا مرستيال ته سپارلي دي.
د ارګ خبرپاڼې په وينا، د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستيال ډاډ ورکړی چې د دوی پر وړانديزونو به غور وشي.
د دې وړانديزونو جزييات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.
څه موده وړاندې د افغانستان د شيعه عالمانو د شورا غړي سيد حسين عالمي بلخي ويلي و، چې طالبانو تقريبا په تېرو دريو کلونو کې د هيواد د شيعه ګانو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د ده په وينا، په سياسي واک کې د شيعه ګانو حضور او په پوهنتونو کې د شيعه ګانو د فقهې او عقايدو تدريس د شيعه ګانو غوښتنې دي.
طالبانو پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته د شيعه مذهب رسميت او د شيعه ګانو د شخصيه احوالو قانون لغوه کړي دي. اوس مهال د دې ډلې محکمې د شيعه ګانو حقوقي دعوې د حنفي فقهې پر اساس حل کوي.
همدا راز د طالبانو حکومت د هيواد په پوهنتونو کې د جعفري فقهې پر تدريس بنديز لګولی دی.
دې ډلې سږ کال د شيعه ګانو د وير پر مراسمو هم محدوديت لګولی و.
