د اروپايي ټولنې د بانديني سياست مسوول: په افغانستان کې جنسيتي اپارتایډ شتون لري

اطلاعات روز: د اروپايي ټولنې د بانديني سياست مسوول جوزپ بورل ويلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې جنسيتي اپارتايډ شتون لري.

نوموړي دا څرګندونې پرون (سې‌شنبه، ۲۲ د کب) له اروپايي ټولنې سره د ملګرو ملتونو د همکارۍ په تړاو د دې سازمان د امنيت شورا په کلنۍ غونډه کې کړې دي.

بورل ويلي: «داسې ښکاري چې افغانستان هېر شوی دی، خو بشرپالی، اقتصادي، سياسي او د بشري حقونو وضعيت اندېښمنوونکی دی. په افغانستان کې جنسيتي اپارتايډ شتون لري. دا وضعيت د زغم وړ نه دی.»

طالبانو پر افغانستان تر ولکې ټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو سخت محدوديتونه لګولي دي. اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې له کار او زده کړو محرومې دي.

د بشري حقونو فعالان د ښځو په تړاو د طالبانو سياستونه جنسيتي اپارتايډ بولي. دوی غواړي چې جنسيتي اپارتايډ د بشريت پر خلاف د يوه جنايت په توګه په رسميت وپېژندل شي.

د اروپايي ټولنې د بانديني سياست مسوول په امنيت شورا کې د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان په اړه د دې شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک پر پلي کېدو ټينګار کړی دی. د ده په وينا، د پرېکړه‌ليک د اجرا کولو لپاره فشار او تعامل ته اړتيا ده.

دا پرېکړه‌ليک يو څه وخت وړاندې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د سپارښتونو د اجرا په لړ کې تصويب شو.

په دې پرېکړه‌ليک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتل شوي چې د امنيت شورا له غړو او د طالب چارواکو، ښځو، مدني ټولنې او سيمه‌ييزو هيوادونو په ګډون په افغانستان کې له ښکېلو اړخونو او لوبغاړو سره په مشوره دې د افغانستان په تړاو يو ځانګړی استازی وټاکي چې د بشري حقونو او جنسيت په برخه کې قوي تخصص ولري.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ويلي، چې دا ځانګړی استازی بايد د افغانستان د خپلواکې ارزونې سپارښتنې په داسې توګه پلي کړي چې د يوناما او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي ماموريت ته په کې زيان ونه رسېږي.

په دې اروزنه کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو په نړيواله ټولنه کې د دې هيواد د بيا مدغمولو لپاره د لارې نقشه تياره کړې ده.

د سينيرلي اوغلو له سپارښتنې سره سم، له طالبانو سره د اړيکو عادي کول د افغانستان د نړيوالو تعهداتو تر پلي کولو پورې مشروط دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه