په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د شري ناروغۍ ډیره شوې

اطلاعات روز: د ننګرهار او لغمان ولایتونو ځايي خلک وايي، په بېلابېلو سیمو کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی سید ولي چې څلور کلن زوی یې پر شري ناروغۍ اخته دی او د دغه ولایت حوزوي روغتون ته یې راوستی وایي، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه‌ لاسرسی د شري ناروغۍ د ډېروالي یو له اصلي لاملونو څخه دی.

سید ولي زیاتوي: «پخوا به کلیو کې هم د شري او نورو ناروغیو واکسین کیدل، خو اوس نه کېږي او که وي نو ډیره موده وروسته وي، روغتیایي خدمات نشته نو ځکه خو اوس شری زیات شوی هر کور کې پر څو کسو وي او دا ډیره د اندیښنې خبره ده.»

د لغمان مرکز مهترلام اوسیدونکې شریفه چې دوه ماشومان یي د شري ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر دي وايي، چې خپلو ماشومانو ته يې پخوا د دې ناروغۍ واکسين نه دی ورکړی او په وینا يې، ښايي همدا لامل وي چې اوس يې ماشومان ناروغ دي.

هغه زیاته کړه، چې د دوی په سیمه کې ډېر ماشومان پر شري اخته شوي، چې ځينې ترې ښه شوي او ځينې یي لاهم سخته تبه لري.

شریفه وویل: «یوه اوونۍ پوره کېږي دوه ماشومان مې په روغتون کې بستر دي او دواړه پر شري اخته شوي، هر کور کې همدا حال دی د شري ناروغۍ زیاته شوې.»

د دغه ولایتونو یو شمیر نور اوسیدونکي بیا پر روغتیایي چارواکو نیوکه کوي او وایي، چې په سيمه کې يې د شري ضد واکسين نه دی تطبیق شوی، نو ځکه خو پرې د اخته ناروغانو شمیر زیات شوی.

بلخوا په ننګرهار کې روغتیاپالان هم د شري ناروغۍ ډېروالي اندېښمن کړي او له خلکو  غوښتنه کوي، چې خپلو ماشومانو ته جدي پاملرنه وکړي.

د ننګرهار حوزوي روغتون د انتاني ناروغیو متخصص او د یادې څانګې مسوول ډاکټر سید محمد محمدي وایي، چې د روان لمریز کال له پېل تر دې دمه ٩٦٠ پر شري اخته ماشومان دې روغتون ته ور وړل شوي، چې له ډلې یې ١٩ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

محمدي وویل: «ننګرهار کې د شري ناروغۍ زیاته شوې او د روان کال له پېل تر اوسه٩٦٠ اخته ماشومان راوړل شوي او دغه ١٩ مړه او ١٦ نور بیا له درملنې وروسته په عصبي، فلج او نورو ناروغیو اخته شوي، دا هغه ناروغان دي چې مونږ ثبت کړي نور داسې ناروغان هم شته چې ثبت شوي نه دي نو باید ووایو چې د شري ناروغي زیاته شوې.»

نوموړی زیاتوي، چې د شري ناروغۍ د زیاتیدو لاملونه واکسین نه تطبیق، عامه پوهاوي کموالی، فقر  او ګڼ نور هغه عوامل دي چې له کبله یې د شري ناروغۍ زیاته شوې.

هغه د شري ناروغۍ مهمې نښې په ماشومانو کې د ستوني درد، تبه او توخی یادوي.

په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شري ناروغۍ د چټکې خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

تازه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د تیر نومبر میاشتې راهیسې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ پیښې زیاتې شوي او یوازې په تیرو دوو میاشتو کې ددې ناروغۍ ۷۰۰۰ پیښې ثبت شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه